د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې پلاوي ايران ته په خپل سفر کې د دې هېواد د عدليې له وزير امين حسين رحيمي، د ياد وزارت د نړيوالو چارو له مرستيال عسکر جلاليان، د بهرنيو چارو وزارت او د نړيوالو پوليسو له استازو سره کتلي دي.
سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې ناسته کې دواړه هېوادونه د قضایي همکاريو پر ټينګښت، ايران کې پر اعدام محکومو افغان زندانیانو پر پرېکړو د بیا غور کولو، د اعدام پروسې پر بدیلو چارو او په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د بانکي حسابونو د بندولو پر حلا لارو خبرې شوې دي.
د سترې محکمې اداري مرستيال شيخ عبدالمالک حقاني ویلي چې، خپل هېواد ته د افغان بندیانو د انتقال پروسې ته بشپړ چمتووالی لري نوموړي ویلي چې، د زندانیانو هویت تر تثبیت وروسته دې دغه پروسه ژر تر ژره پیل شي.
نوموړي ایران کې پر اعدام محکومو زندانیانو د لېست شریکولو او افغانستان او ایران انټرپول پولیسو ترمنځ پر همکارۍ او یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.