د اسرايلو په پوځ کې جنګيدونکي پوځي ډيويډ بريک ځان وژنه کړې.
ډيويډ بريک دا کار د غزې له جګړې له را ستنيدو وروسته کړی او ويل کيږي هغه په غزه کې د روان وحشت له ليدلو وروسته په سخت روحي فشار اخته و او اسراييلو ته په ستنېدو ېې ځان وژنه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې ځينو اسراييلي رسنيو خبر ورکړی چې د اسراییلي پوځ ډېری عسکر په روحي فشار اخته دي او ځينو خو یې ان لا ځان وژنه کړې ده او لامل یې هم د غزې روان وحشت ښودل شوی.