د صهیونیستي اسرائیلو پوځ په خپلې ایکس پاڼې ددې خبرې پخلی کړی چې د دوی پوځ د راس عیسی او د یمن په الحدیده بندر کې یې د حوثي وسلوالو اهداف په نښه کړي.
او په دې عملیاتو کې لسګونه جیټ، اکمالاتي او تجسسي طیارو څخه کار اخیستل شوی.
د صهیونیستي اسرائیلو پوځ تائیدوي چې ددې عملیاتو په لړ کې یې د حوثي وسلوالو تاسیسات له منځه وړي او همدا ډول یې د نفتو د وارداتو بندرونو ته یې درانه زیانونه اړولي.
د صهیونیستي اسرائیلو د دې برید په غبرګون کې د یمن حوثیانو خبرداری ورکړی چې د صهونیستي رژیم په وړاندې به یې د عملیاتي لړۍ پڅه نه شي او دوی به د فلسطین د ازادیخوا ملت ملاتړ ته په ټول توان دوام ورکړي.
صهیونیستي اسرائیل په یو وخت د ټولې سیمې سره د جګړې محاذ ته رادانګلي؛ په غزې، ایران او بیروت سربېره یې دا دی پر یمن هم برید وکړ.
د سیاسي شننونکو له انده په دې لوی جنګ کې ناټو او امریکا د نتنیاهو تر شا ولاړه ده او اسرائیلو له فرصت څخه په ګټې اخیستنې ټوله سیمه تر اور لاندې نیولې.