د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، چې د هېواد ټول هغه روغتونونه یې په اړینو روغتیايي وسایلو او درملو سمبال کړي، چې د کانګو ناروغۍ درملنه په کې کیږي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین زیاته کړې، چې د کانګو ناروغۍ ژوند ګواښوونکې ده او په وینا یې لویان او ماشومان ټول پرې اخته کېدلی شي.
د روغتیایي چارو ماهرین وایي، مهمه ده چې ترې وړاندې یې ټول وقایوي او د ژغورنې وسایل وکارول شي.
د عامې روغتیا وزارت داسې مهال د کانګو ناروغۍ د درملنې په موخه د چمتوالي خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې په هېواد دننه د یادې ناروغۍ پېښې ثبت شوې او په دې ناروغۍ د اخته کسانو راپورونه خپاره شول.
کانګو یا د وینې بهوونکې تبې یوه وژونکې ناروغي ده، ډاکټران وايي، په دې ناروغۍ د اخته کېدو د مخنیوي لپاره باید د څارویو سره د مخ کېدو پر وخت دستکشې، ماسک، موزې او سپینه چپنه واغوستل شي.
سردرد، سخته تبه، د ملا او بندونو درد، خوابدي، د سترګو سره کېدل، ستوني درد او ستړیا د دې ناروغۍ مهمې نښې او نښانې دي.
د دې ناروغۍ ویروس د څارویو د “کنې” په واسطه د انسان بدن ته ننوځي.