د ایران د بهرنیو چارو وزیر «عباس عراقچي» امریکا د ایران، غزې او لبنان پر وړاندې د اسرائیلو په عملیاتو کې په ګډون تورنه کړې او ویلي یې دي چې امريکا د اسرائیلو په ټولو وحشتونو کې شريکه ده او اسرائيل د امریکا له ملاتړ پرته د عملیاتو توان نه لري.
عراقچي د ایران دولتي ټلويزيون صدا او سيما سره په مرکه کې ویلي چې امريکا پر ایران د اسرائیلو په بريدونو کې برخه لرله، او وايي: د امریکا هغه دفاعي تجهیزات چې اسرائیلو ته یې استولي، په وروستیو عملیاتو او وحشتونو کې د ګډون یو ډول ګڼل کیږي او په سیمه کې د اسرائیلي رژیم د کړکېچ د رامنځ ته کولو په برخه کې د امريکا ښکاره ملاتړ حسابیږي.
عراقچي همدا راز ویلي: له امریکا پرته اسرائیل په سیمه کې لازمه وړتیا نه لري، او نه یوازې هغه عملیات چې د ایران پر ضد یې ترسره کړي، بلکې ټول عملیات چې په غزه او لبنان کې ترسره کوي د امريکا له ملاتړ پرته ناشوني دي، او موږ په دې باور لرو چې امریکا په دې ټولو قضیو کې تورنه ده.
ايران دا ادعا داسې مهال کوي چې امريکا پر غزې د صهيونيستي رژيم د يرغل له پيله تراوسه له اسرائيلو سره په ميلياردونو ډالر نظامي او غير نظامي مرسته کړې، او همداراز په نړيوالو سټيجونو کې یې د ټولو وحشتونو دفاع کوي.