د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د ایران او امریکا ترمنځ تر دویم پړاو مذاکراتو وروسته په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د خبرو اترو لړۍ ښه مخ پر وړاندې روانه ده.
عراقچي دغه راز ویلي، چې د نوموړي او د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي ستیو ویټکاف ترمنځ مذاکرات به د راتلونکې اوونۍ پر شنبه وشي.
نوموړي زیاته کړې، چې د کارپوهانو په کچه تخنیکي مذاکرات به د چهارشنبې پر ورځ په عمان کې پیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او امریکا ترمنځ دویم پړاو مذاکرات پرون په ایټالیا کې ترسره شول.