Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»عدلیې وزارت دوه گوندونه او ۷۵ ټولنې د ناقانونه فعالیت په دلیل امنیتي ارگانونو ته ورپېژندلي دي
    افغانستان

    عدلیې وزارت دوه گوندونه او ۷۵ ټولنې د ناقانونه فعالیت په دلیل امنیتي ارگانونو ته ورپېژندلي دي

    صابر افغانصابر افغان8 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    عدلیې وزارت د تېر یو کال په موده کې دوه سیاسي گوندونه او ۷۵ ټولنې د ناقانونه فعالیت په دلیل امنیتي ارگانونو ته ورپېژندلي دي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د عدلیې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد په کچه د سلگونو ټولنو له فعاليت څخه نظارت او بررسي ترسره کړې ده.

    د یاد نظارت او بررسۍ په پایله کې، دوه سیاسي گوندونه او د لغوه شوو ټولنیزو بنسټونو او خيریه بنسټونه په شمول ۷۵ ټولنې چې په ناقانونه بڼه او د فعاليت جواز څخه یې پرته فعاليت تر سره کاوه، مشخص شوي دي.:«یاد گوندونه او ټولنې د عدلیې وزارت له لوري تړل شوي او د هغو مسوولین اړوندو امنیتي ارگانونو ته ورپېژندل شوي دي.»

    د خبرپاڼې له مخې، دغه راز د یادو بررسیو سره په پایله کې، له هغو ۱۷ خيريه بنسټونو چې په کارونو کې یې نیمگړتیاوې او خلاگانې موجودې وې او د اصولو خلاف یې کار ترسره کاوه، ژمنه اخيستل شوې چې خپل فعالیتونه له اصولو سره سم پر مخ یوسي.

    په همدې کال کې ۱۹ خيريه بنسټونه هم په ټاکل شوي وخت د جواز نه تمدیدولو په دلیل د عدلیې وزارت له لوري لغوه اعلان شوي دي.

    په خبرپاڼه کې ډاډ ورکړل شوی، چې د عدلیې وزارت په دوامداره توگه په یاد وزارت کې د ثبت شوو ټولنو له فعالیت څخه نظارت کوي تر څو د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وشي.

    مخکینۍ مقالهد افغانستان په زندانونو کې اوسمهال ۴۰ بهرنيان بندیان دي
    راتلونکي مقاله د نېله‌باغ هستوگنیزې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

    مربوطه لیکنې

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026

    ننګرهار کې له ۶۰ کلن سپين ږيري سره د يوې اته کلنې انجلۍ د نکاح مخه نيول شوې

    18 فبروري 2026

    امنيتي ځواکونو د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۴۴ تنه نيولي

    12 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 22 فبروري 2026

    مبهم دریځونه او ښکاره تړاوونه؛ سیاسي ډلې د ازموینې په ډګر کې

    پاکستان په دې وروستیو کې له سختې امنیتي، اقتصادي او سیاسي بې ثباتۍ سره مخ…

    پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل

    22 فبروري 2026

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مبهم دریځونه او ښکاره تړاوونه؛ سیاسي ډلې د ازموینې په ډګر کې

    22 فبروري 2026

    پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل

    22 فبروري 2026

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،106 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،060 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،119 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.