Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»عدلیې وزارت: د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په بېلابېلو ولایتونو کې د زرگونه جریبو ځمکو په اړه تصمیم نیولی.
    افغانستان

    عدلیې وزارت: د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په بېلابېلو ولایتونو کې د زرگونه جریبو ځمکو په اړه تصمیم نیولی.

    عمران آغاعمران آغا22 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د عدلیې وزارت وايي، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون په خپله ناسته کې پرېکړه کړې، چې د زرگونه جریبه ځمکو په اړه به لازم تصمیم نیول کېږي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې ناسته کې د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي، د کرنې وزیر عطاء الله عمري، د کور او ښار جوړولو وزیر حمدالله نعماني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت مرستیال محمد اسعمیل غزنوي، د چارو ادارې عومي مشر نورالحق انور، د کابل زون د غصب شوو دولتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانگړې محکمې رئیس محمد انور مدثر، د سترې محکمې استازي عبدالصمد حقاني، د حکومت د قضایاوو عمومي رئیس احسان الله وثیق او نورو مسوولینو گډون کړی وو.: «په دې ناسته کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په کابل، ننگرهار، خوست، نیمروز، لغمان، جوزجان، کندوز او میدان وردگ ولایتونو کې د زرگونو جریبو ځمکو موضوعات او دوسیې بررسۍ لاندې ونیولې.»

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې ناسته کې په کابل او ننگرهار کې د ځینو ښارگوټو، کډوالو لپاره د سرپناه ټاکلو موضوع او په کابل، خوست، لغمان، جوزجان، میدان وردگ او کندوز ولایتونو کې د ځینو حکومتي ځمکو په اړه هر اړخیز بحث شو.: «کمېسیون پرېکړه وکړه چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر حکومتي تثبیت شوو ځمکو باندې لازم پړاونو تر سره شي او هغه دوسیې هم چې زیاتې بررسۍ ایجابوي، بشپړې شي.»

    د عدلیې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرگونه جریبه ځمکه له غصب څخه راگرځولې او هغه ځمکې به هم بېرته راوگرځوي، چې له تېرو څو لسیزو راهیسې غصب شوې دي.

    مخکینۍ مقالهپنجشیر کې د سلګونو ګډونوالو په ګډون د توت میوې دودیزه او فرهنګي غونډه ولمانځل شوه
    راتلونکي مقاله په غزه د صهيونيستي رژيم د وحشت دوام په خان يونس تازه بريد کې نږدې ۳۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

    مربوطه لیکنې

    د اذربایجان له زندانونو ۱۴ افغان بندیان خوشې شول

    7 فبروري 2026

    د ملي دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي: د پاکستان پوځي رژیم د بې‌بنسټه تورونو او عجولانه څرګندونو له لارې پر خپلو امنیتي ناکامیو پرده نه شي اچولای

    6 فبروري 2026

    له پاکستانه افغانستان ته د قاچاق کېدونکو درملو مخه نيول شوې

    6 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 7 فبروري 2026

    د اذربایجان له زندانونو ۱۴ افغان بندیان خوشې شول

    بهرنیو چارو وزارت په لارښوونې او په باکو کې د افغان سفارت د پرله‌پسې هڅو…

    امریکا پر اوکراین د ۱۸۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو پلور تصویب کړ

    7 فبروري 2026

    د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو پر دوام هوکړه شوې

    7 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اذربایجان له زندانونو ۱۴ افغان بندیان خوشې شول

    7 فبروري 2026

    امریکا پر اوکراین د ۱۸۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو پلور تصویب کړ

    7 فبروري 2026

    د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو پر دوام هوکړه شوې

    7 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،058 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،116 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.