یو شمېر رسنیو د عراقي چارواکو له قوله خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې وسله والو د عراق په “صلاح الدین” ولایت کې په عراقي سرتیرو برید کړی دی، په دغه برید کې د یوه عراقي افسر په ګډون څلور سرتېري وژل شوي دي.
د عراق د دفاع وزارت په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا افسر او څلور سرتېري هغه وخت ووژل شول، چې د یوې “ترهګریزې حملې” د شنډولو له پاره تللي وو.
سره له دې چې هیڅ کومې ډلې د دې برید مسولیت نه دی منلی، خو د عراق دفاع وزارت ویلي، چې داسې کړنې د داعش ډله ترسره کوي.
له عراق څخه وخت نا وخت د داسې بریدونو خبرونه خپاره کېږي، چې ګڼ شمېر عراقي سرتیرو او مخالفو وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وي.
په عراق کې یوازې داعش وسله واله ډله نه، بلکې یو شمېر نورې وسله والې ډلې هم د موجوده حکومت پر وړاندې وسله واله مبارزه کوي.