Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»عزم استحکام؛ پاکستان د چین له پاره پښتانه وژني او افغانستان سره اړیکې خرابوي.
    افغانستان

    عزم استحکام؛ پاکستان د چین له پاره پښتانه وژني او افغانستان سره اړیکې خرابوي.

    عمران آغاعمران آغا3 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: محمد فیصل

    تېره اوونۍ د پاکستان لوړ پوړو سیاسي او نظامي مشرانو د عزم استحکام په نوم نوي پوځي عملیات منظور کړل؛ سره له دې چې د دغو عملیاتو بشپړ جزیات په ډاګه شوي نه دي، خو ګومان دا دی چې دغه عملیات په پښتونخوا او مخکینیو قبایلي سیمو کې کېږي.

    په وروستیو څو کلونو کې په پاکستان کې امنیتي وضعیت ډېر خراب شوی دی او په تېر میلادي کال کې اووه سوه امنیتي پیښو کې تقریباً زر تنه وژل شوي چې زیاتره یې امنیتي کسان دي.

    د دې تر څنګ په پاکستان کې په دنده بوختو چینایانو هم بریدونه شوي چې خونړۍ برید یې درې میاشتې وړاندې په بشام کې وو؛ په هغه برید کې د داسو ډیم کې بوخت پینځه چینایي انجینران ووژل شول.

    تر اوسه د برید مسوولیت هېڅ چا منلی نه دی، خو پاکستان ویلي وو چې برید په افغانستان کې پلان شوی وو؛ خو افغانستان د پاکستان ادعا بې بنسټه او له حقایقو لرې بللې وه.

    له هغه وخت راهیسې ډیری چینایي پانګوال په پاکستان کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي؛ څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې یو چینایي چارواکي ویلي وو چې چینایي پانګوال په پاکستان کې پانګونې ته لیوالتیا نه ښیې.

    اوس پاکستان پلان لري چې د عزم استحکام په نوم عملیاتو له لارې چین خوشاله کړي؛ ویل کېږي چې پاکستان د چین د فشار له امله دغه عملیات پیلوي.

    چین په پاکستان کې د سي پیک ۶۲ میلیارد ډالري پروژه کې بوخت دی او ویل کېږي د خراب امنیتي وضعیت له امله دغه پروژه او د چین نوره پانګونه له ګواښ سره مخ ده.

    د پاکستان امنیتي ځواکونه چې په امنیت راوستلو او ساتلو کې په ځلونو ناکام شوي، اوس غواړي د عزم استحکام په نوم چینایانو او نورې نړۍ ته دوکه ورکړي، پاکستان د جګړې قرباني وښیي، پیسې او د نړۍ خواخوږي ترلاسه کړي، له کرښې اخوا پښتانه ووژني او ګوته افغانستان ته ونیسي.

    د پاکستان پوځ په تیرو شلو کلونو کې څو ځلې عملیات کړي، خو پایله یې یوازې ناکامي او د پښتنو د کورونو ورانول او کډوال کول وو.

    دغه راز، پاکستان د دې عملیاتو له لارې غواړي چې له افغانستان سره اړیکې خرابې کړي او په ډیورنډ کرښه دواړو لورو ته د میشتو پښتنو ژوند تریخ او کاروبارونه یې هم ور خراب کړي.

    لکه د تېرو ناکامو عملیاتو په څېر به د دغو عملیاتو پایله هم ناکامي او د کوزنیو پښتنو بې کوره کېدل او له افغانستان سره د اړیکو خرابېدل وي چې زیان به یې بیا هم پاکستان ته رسېږي.

    ښه خبره دا ده چې زیاتره پاکستاني سیاستوالو د دغو عملیاتو مخالفت کړی دی.
    د پاکستان تحریک انصاف، جمعیت علمای اسلام او نورو ملتپالو ګوندونو دا عملیات غندلي دي؛ د تحریک انصاف یو مشر اسد قیصر پارلمان ته ویلي چې د دې عملیاتو موخه له افغانستان سره اړیکې خرابول او د پښتنو سوداګري له منځه وړل دي.

    د پاکستاني طالبانو مسئله د پاکستان کورنۍ مسئله ده او د خبرو اترو له لارې هم حل کېدای شي، خو وروستیو خبرو او د پاکستان دریځونو وښوده چې دوی خپله دغه مسئله حل کول نه غواړي، په لوی لاس یې غټوي او نور اړخونه ورکوي.

    مخکینۍ مقالهد عام ولس پر وړاندې د پاکستاني پوځ عملیات او ناوړه پایلې یې.
    راتلونکي مقاله حزب التحریر؛ تفرقه اچوونکي او د خیالي خلافت مدعیان

    مربوطه لیکنې

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026

    ننګرهار کې له ۶۰ کلن سپين ږيري سره د يوې اته کلنې انجلۍ د نکاح مخه نيول شوې

    18 فبروري 2026

    امنيتي ځواکونو د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۴۴ تنه نيولي

    12 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 22 فبروري 2026

    مبهم دریځونه او ښکاره تړاوونه؛ سیاسي ډلې د ازموینې په ډګر کې

    پاکستان په دې وروستیو کې له سختې امنیتي، اقتصادي او سیاسي بې ثباتۍ سره مخ…

    پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل

    22 فبروري 2026

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مبهم دریځونه او ښکاره تړاوونه؛ سیاسي ډلې د ازموینې په ډګر کې

    22 فبروري 2026

    پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل

    22 فبروري 2026

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،108 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،061 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،121 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.