Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»غربي پاليسي همغه زړه، خو د پلار پر ځای يې زوی احمد مسعود دی.
    لیکني

    غربي پاليسي همغه زړه، خو د پلار پر ځای يې زوی احمد مسعود دی.

    صابر افغانصابر افغان18 جولای 2024څرگندونې نشته7 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    احمد شاه مسعود د لومړي ځل لپاره په استقلال ليسه کې د فرانسويانو جال کې راځي؛ چې وروسته بيا د فرانسويانو له طرفه د لوړو زدکړو لپاره د کابل پولي تخنيک پوهنتون د انجنرۍ پوهنځۍ ته ور پېژندل کېږي.

    د ځينو شواهدو په اساس احمد شاه مسعود د لومړي ځل لپاره په استقلال ليسه کې د فرانسوي استخباراتو DGSI سره اړيکې ونيولې او وروسته بيا MI6 ته معرفي شو.

    د هغه وخت د يوه تجارتي تلويزيون زوړ چلوونکي سنديګال ته وظيفه ورکړل شوې وه چې پنجشير ته لاړ شي او هلته پر يوه ځوان قومندان چې د دوی غلامي يې شروع کړې وه يو فلم جوړ کړي.

    د احمدشاه مسعود ورور احمد ولي ځکه لندن ته لېږل کېږي چې انګلش زده کړي، چې سنديګال هم همداسي وکړل او يو ساعته فلم يې جوړ او CIA ته يې وسپاره.

    چې دلته په دغه وخت کې د سي آی اې سره د مسعود اړيکې هم ثابتوي ځکه ايم آی سکس، ډي جي ايس آی او سي آی اې ډيرې نږدې اړيکې او ګډې پروژې لري. د دغه فلم په جوړولو او تبليغاتو سره يې له احمد شاه مسعود څخه اتل جوړ کړ؛ ولس يې تېر ايستی او خپل جاسوس يې پرې د اتل په شکل ومانه.

    ويکيپيډيا ليکي چې: د بي بي سي يو افغان خبريال د مسعود او د انګلستان د استخباراتو په باب داسي ويلي: «په هغو شپو ورځو کې چې د افغان ولس او روسانو تر منځ ښه گرمه جگړه روانه وه د بي بي سي راډيو نړۍوال سرويس ته د انگلستان د بهرنيو چارو د وزارت له خوا يو مکتوب راغی چې بي بي سي بايد د مسعود د شخصيت په تبارز کې ونډه واخلي.»

    دا ټولو ته ښه څرګنده ده چې بي بي سي د آزادې راډيو په نوم خو اصل مطلب يواځې او يواځې غرب او ايم آی سکس ته کار کول دي؛ په دې مکتوب کې ويل شوي چې: د افغانستان په هر ګوټ کې بايد د روسانو سره د جګړې رابطه له مسعود سره وصل شي؛ په دې مکتوب کې يې آن بيلګې هم راوړل شوي وې چې څنګه بايد بي بي سي احمد شاه مسعود ته لابي وکړي.

    اوس هم ايم آی سکس او سې آی اې همغه زوړ پلان د احمد شاه مسعود پر نا اهله زوی احمد مسعود يې عملي کوي، پر ميډيا ورته تبليغات کوي؛ د احمد مسعود او شر و فساد ډله چې په ټول افغانستان کې يوه لوېشت ځمکه په واک کې نه لري؛ چې سر يې پورته کړی نه وي د زړورو ځواکونو له خوا همغه دم نيول کېږي خو پر ميډيا د شر و فساد ډلې ته تبليغات چې وګورې ته به وايې ټول افغانستان د دوی لاس کې دی.

    د سي آی اې د يوه زاړه کارکوونکي شان ريان «Shawn Ryan» سره احمد مسعود يوه مرکه کړې چې پکې يې ډيرې له حقيقت لېري خبرې او بهتانونو لګولو سره، سره په بار، بار نړۍوالو ته زارۍ کړي چې راځئ پر افغانستان حمله وکړئ که نه بيا به پر امريکا د ۹/۱۱ غوندې حمله کېږي.

    ده په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې زما پلار هم امريکا ته د ۹/۱۱ د پيښې په اړه خبرداری ورکړی وو، دغه کس چې جهادي اتل معرفي شوی وو؛ همدا راز وایي د امريکا د امنيت فکر ورسره وو، او اوس وايي تاسو پر افغانستان حمله وکړئ که نه بيا به پر امريکا حمله کېږي او وايي دا خبرداری زه درکوم.

    احمد مسعود په ټوله دوه ساعته مرکه کې يواځې درواغ، بهتان او بهرنيانو ته د يرغل زارۍ په مختلفو الفاظو کړي چې راشئ او پر افغانستان حمله وکړئ!دا چې ا.ا.ا په بار، بار ويلي چې د افغانستان خاوره به د هيڅ کوم بل هېواد پر ضد نه استعمالېږي خو احمد مسعود ځکه رنګارنګ دروغ پر ا.ا.ا وويل تر څو نړۍ دې ته مجبوره کړي چې پر افغانستان بيا ځلي يرغل وکړي.

    اصل کې غربي ميډيا همغه د احمد شاه مسعود سره چې کومه پاليسي مخته وړې وه، بيا ځلي يې تکرارول غواړي؛ په دغسي انټرويو او خبرونو باندي احمد مسعود ته لابي کوي تر څو بيا ځلي افغان ولس باور پرې وکړي.

    دا چې افغان ولس که تاجک، ازبک، هزاره، پشه يي، بلوچ او يا هم عرب، پښتون او… دي، ټول د ا.ا.ا سره ودرېدل؛ نور په افغانستان کې جګړه نه غواړي، پرمختګ او امن غواړي، تعصب ختم او ټول تر يوه اسلامي بيرغ لاندي راټول شول، ځکه دغه د شر و فساد ډلې، احمد مسعود او نورو خاينانو سره نه درېږي.

    همدغه وجه ده چې سي آی اې CIA، ايم آی سکس MI6 ورته د ميډيا له لارې تبليغات شروع کړي تر څو بيا ځلي افغان ولس تير باسي او احمد مسعود ورته د ډيموکراسۍ اتل وښيي.احمد مسعود د شان ريان د پوښتنې په ځواب کې وايي چې غوښتل مې تر آخري سلګۍ پوري وجنګېږم تر څو زما مرګ يو دليل د طالبانو د مقابل راپورته کېدو جوړ شي خو دغه خبري هم همغه تښتېدلی کوي چې له دريو کلونو څخه بهر او اوس امريکا کې ناست دی.

    افغان ولس ته ښه معلومه ده چې د قربانۍ خلک څوک دي؛ احمد مسعود بيرته تېښته هم ځکه انتخاب کړه چې د دوی اصل مطلب د افغان وژنه ده نه د ځان قرباني؛ په دغسي بې ځايه احساساتي خبرو غواړي ولس وغولوي نور هيڅ هم نشته.

    له خپلو خبرو هم شرمېږي نه چې اوس هم بهر کې ناست او له هغه ځايه د مقاومت نارې راوهي؛ افغانستان ته راتللای نه شي نو قرباني خو بېخي لېري خبره ده او بل د ده پلار هم ټول عمر د غريب ولس په خطا ايستلو او د هغوی تر شاه پټ وو يا به هم کولاب او فرانسه کې يې مزې کولې.

    احمد مسعود اوس هم بهر کې مزې کوي او له هغه ځايه د مقاومت نارې را وهي چې ځيني افغان تعصبګر ځوانان يې په خبرو غولېدلي او هغه هم د افغان امنيتي ځواکونو له خوا يا نيول شوي او يا هم وژل شوي.

    عجيبه يې لا دا وکړه چې ويل يې له درو کلونو څخه د شر و فساد ډله فعاله ده خو وايي چې هېڅ څوک مو نه وژل شوي او نه هم نيول شوي؛ دا ټولې نړۍ ته معلومه ده چې بار، بار د شر و فساد په نامه بغاوتګر نيول شوي او اوس هم محبسونو کې ناست دي او اقرار کوي.

    ډېر ځلي دغه څو د ګوتو په شمار تعصبګر ځوانان چې به يې د پيسو په ذريعه شر و فساد ته اماده کړي وه نو د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوي.

    دغسي فېسبوکي لاپي وهونکي چې يواځې يې مقاومت تر سوشل ميډيا پوري محدود وي خود به زيات تلفات ونه لري، ځکه دوی يواځې تبليغاتي مقاومت کړی چې پر ميدان يې څو د ګوتو په شمار کسانو سرونه راپورته کړي هم ډېر ژر نيول شوي، ختم شوي.

    احمد مسعود ته سي آی اې CIA، ډي جي ايس آی DGSI او ايم آی سکس MI6 په عيني شکل لکه د ده پلار ته چې يې لابي کولې، د افغان ولس جهادي مبارزه يې احمد شاه مسعود ته منسوبوله او د هغه په تبارز کې يې زيات کار کاوه؛ تر څو لومړی يې واک ته و رسوي او بيا پرې خپل شوم اهداف لاسته راوړي.

    نوموړې ادارې په عيني شکل احمد مسعود ته تبليغات کوي تر څو بيا ځلي افغانستان کې شر و فساد پرې جوړ او دلته افغانستان کې پردۍ استخباراتي پروژې پرې عملي کړي.

    خو دا ځلي افغان ولس ټول ښه پېژندلي چې د افغان ولس د سر و مال او عزت ساتونکي څوک دي او غله و خاينان و جنايتکاران (شر و فساد ډله) د پرديو جاسوسان او د افغان ولس د وينو سوداګر څوک دي؛ ځکه يې دغه د شر و فساد ډله يواځې پرې ايښې او د ا.ا.ا تر شاه ولاړ دي چې دغه حالت ډېر د افغانستان دښمنان ځورولي.

    مخکینۍ مقالهپه فراه، پکتیکا او روزگان کې د لمریزې برېښنا پروژې پیلېږي
    راتلونکي مقاله د هېواد د بهرنیو چارو وزیر: د عاشورا په مراسمو کې د داعش خوارجو د وینې تویونې پلان په بشپړه توګه شنډ شو

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر له روسي چارواکو سره پر سیمه‌ییزو تحولاتو د خبرو لپاره مسکو ته رسېدلی

    د ایران تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر…

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر له روسي چارواکو سره پر سیمه‌ییزو تحولاتو د خبرو لپاره مسکو ته رسېدلی

    23 جون 2025

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.