Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»غرب باید زموږ د روغې ټولنې پرځای، پر خپلې سرطاني ټولنې تمرکز وکړي!
    تبصرې

    غرب باید زموږ د روغې ټولنې پرځای، پر خپلې سرطاني ټولنې تمرکز وکړي!

    عمران آغاعمران آغا1 سپتمبر 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    مبصر: تمیم حمیدي

    خبر:
    واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د حکومت له خوا د نویو قوانینو د وضع کېدو په اړه څرګندونې کړې دي؛ د سرلیکنې د لیکوال په وینا، کله چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ترلاسه کړ، سملاسي یې د نجونو د ښوونځیو او په یو څه ځنډ د پوهنتونونو د تړل کېدو پرېکړه وکړه.

    د سرچینې په خبره، که څه هم طالبانو ادعا کوله چې دا کار یوازې د یوې لنډې مودې لپاره دوام کوي، خو په دې وروستیو کې د دوی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نوي ۱۱۴ مخیز قانون دا هرڅه ثابت کړل.

    د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دې سرلیکنې لیکوال پر دغه قانون توندې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې په دې قانون کې جنسیتي تبعیض له ورایه ښکاري او په دې سره ښځې له هر ډول حقونو بې برخې شوې دي.

    د سرچینې په وینا، چې د امریکا په حضور کې په تېرو شلو کلونو د ښځو د حقونو په برخه کې ډېر پرمختګونه وشول، خو د طالبانو هغه هرڅه په اوبو لاهو کړل؛ د سرلیکنې لیکوال نړیوالې ټولنې ته سپارښتنه کړې چې له طالبانو سره د هر ډول تعامل او خبرو پر مهال باید د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي او دوی په دې برخه کې له پامه ونه غورځول شي.

    تبصره:
    په افغانستان کې د اوسني حکومت له واکمنېدو راهیسې، په هره برخه کې د پام وړ بدلونونه راغلل؛ د دغو برخو له ډلې یوه یې هم د قوانینو برخه ده.

    د افغانستان د تېرو دوو لسیزو پرمهال نږدې ټول قوانین د غربي ډیموکراسۍ او ارزښتونو په رڼا کې د هماغه غربي ډوله نهادونه له خوا جوړ شوي وو او د تطبیق لپاره یې د امریکا او غرب په ګډون، تېر جمهوري دولت ډېرې هڅې وکړې.

    دوی هڅه کوله چې د افغانستان او افغانانو خپل دیني، مذهبي او فرهنګي اصول او ارزښتونه لېرې او پر ځای یې په غرب کې جوړ شوي او وضع شوي قوانین د هغو ځایناستي کړي.

    دې چارې له هماغې اولې ورځې راهیسې د افغانانو په منځ کې ډېر کشمکشونه راپورته کړل، یوه ډله خلک چې د امریکا او غرب ترڅنګ ولاړ وو، د ډېرو پیسو په مقابل کې یې د دغو ارزښتونو پایمالولو ته ملا وتړله، په دې برخه کې یې پروژې واخیستې، شپه او ورځ یې پر ځان یوه کړه چې څنګه وکولی شي خپل بادار خوشحاله او پردي ارزښتونه پر ټولنې ومني؛ دا یو ډېر کوچنی اقلیت وو، چې له دې درکه یې ډېرې پیسې او امکانات هم ترلاسه کړل.

    بلې خوا ته د افغانستان ستر اکثریت په ډېرو کمو امکاناتو او سخت حالت کې خپلو ارزښتونو د دفاع او د غربي ارزښتونو د ترویج د مخنیوي لپاره لاسونه رابډ وهل، که څه هم دوی کمزوري وو، چا ورته پیسې نه ورکولې، خو د خپل دیني او ملي رسالت له مخې یې د خپلو پلرونو او نیکونو لاره خپله کړه، په دې لاره کې یې هر ډول قربانۍ ته غاړه کېښوده؛ سختې او ستړې یې وګاللې، خو چاته یې اجازه ورنه کړه چې پردي ارزښتونه دې پرې وتپي.

    تر سترو ستړو او تکلیفونو وروسته، افغانستان بېرته د خپل اصلي وارث او څښتن لاس ته ولوېد؛ ټولې وارداتي مفکورې، ارزښتونه او پروژې له ماتې سره مخ شول او دغه هېواد او خلکو یې بېرته دا فرصت وموند چې د خپلو ارزښتونو په رڼا کې ژوند وکړي او خپل الهي قانون نافذ کړي.

    د افغانستان ۹۹.۹۹سلنه خلک مسلمانان دي، دین یې اسلام دی، کتاب او قانون یې قرآن دی؛ همدا ټول نفوس یې له کوم توپیر پرته خپل دین او قانون تطبیق غواړي؛ دوی د تاریخ په اوږدو کې د دغو ارزښتونو د تطبیق او خوندیتوب په برخه کې سترې قربانۍ ورکړې دي.

    له بده مرغه نوره نړۍ او په ځانګړې توګه غرب، دا حساسیت یا سم نه درک کوي او یا هم د شته عقدې له مخې په دې برخه کې داسې بې باکانه چلن کوي. نړۍ باید دې حساسیت او مهمې مسئلې ته متوجې شي چې افغانان په خپل هېواد کې د خپل دین او خپلو ارزښتونو سره سم اصول غواړي، عملي کوي یې د همدغو اصولو په رڼا کې ژوند ورته مهم دی.

    هغه وختونه تېر شوي چې د زور او یا زر له لارې به دوی دلته خپل ارزښتونه پر خلکو تپل؛ دلته اوس د اکثریت افغانانو د دین، ارزښتونو او فرهنګ سره سم اصول او قوانین تطبیقېږي، دا قوانین د نړۍ تر بل هر ډول قوانینو غوره، عادلانه او منصفانه دي، د هر چا حق پکې خوندي دی.

    غرب دې د دې پر ځای چې زموږ پر روغې ټولنې نیوکې وکړي، خپلې ناروغې ټولنې ته دې درمل ولټوي، دوی باید د دې پر ځای چې زموږ اصول او ارزښتونه نقد کړي، خپلو بشریت ضد ارزښتونو ته دې پام وکړي، خپلو جنایتونو ته دې پام وکړي او د دوی وسلو، شومو پلانونو او جنایکارانه کړنو له کبله دې په ټولنه نړۍ د روانو بشري غمیزو مخه ونیسي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    راتلونکي مقاله د مقاومت، نظار شوری او جمعیت ګوند سیاسي خودکشي!

    مربوطه لیکنې

    د ایران په ضد د اسرائیلو د برید تر شا د مخالفو ډلو شوم نقش

    17 جون 2025

    د ایران په ضد د اسرائیلو د برید تر شا د مخالفو ډلو شوم نقش

    17 جون 2025

    د سحر او جادو له تور بازار او ناوړه کاروبار سره د مبارزې جدي هڅې

    21 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 جون 2025

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    د کرنې وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري، د صنعت او سوداګرۍ د روسیې د ۲۰۲۵…

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    مولوي ذبیح الله مجاهد: ‏د ملګرو ملتونو درې میاشتنی راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ د پروپاګنډ په موخه چمتو شوی

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    21 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    مولوي ذبیح الله مجاهد: ‏د ملګرو ملتونو درې میاشتنی راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ د پروپاګنډ په موخه چمتو شوی

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،894 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،889 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.