Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»غزه: اسرائیلو په غزه کې په اوربند موافقه کړې
    منځنی ختیځ

    غزه: اسرائیلو په غزه کې په اوربند موافقه کړې

    صابر افغانصابر افغان3 مارچ 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    دهاسوشېټېډ پرېس او سي‌ اېن‌ اېن خبري اژانسونو په جلا توګه د لوړ پوړو حکومتي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې اسرائیلو “د شپږ اونیز اوربند موافقه منلې ده.”اسوشېټېډ پرېس په خپل راپور کې د جوبایډن د ادارې د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله ویلي، چې اسرائیلو په غزه کې د وړاندیز شوي اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون له چوکاټ سره موافقه کړې ده او اوس د حماس وار دی، چې ځواب ورکړي.

    ټاکل شوې، چې د دې موافقې په اړه خبرې د یکشنبې په ورځ په مصر کې بیا پیل شي، تېره اونۍ رویټرز خبري اژانس راپور ورکړ، چې د امریکا، اسرائیلو، قطر او مصر له استازو سره په پاریس کې له څو ورځو خبرو اترو وروسته د موقت اوربند او د یو شمېر یرغمل شویو بندیانو د خلاصون له پاره پلان چمتو شوی دی.

    رویټرز راپور ورکړی، چې دا وړاندیز حماس ته لېږل شوی، چې پر بنسټ به یې “څلوېښت ورځنی اوربند” رامنځته شي.

    په غزه کې د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب د اوربند د رامنځ ته کېدو په هیله له څو اونیو راهیسې خبرې اترې روانې دي.

    د دغه راپور له مخې، دواړه لوري به هر ډول دښمني ودروي، پر غزې د اسرائیلو جاسوسي الوتنې به د اتو ورځو له پاره ودرول شي، شاوخوا ۴۰ تنه یرغمل شوې ښځې، ناروغان، چې عمرونه یې له ۱۹ کم او تر ۵۰ ډېر ښودل شوي، د ۴۰۰ فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې خوشي کیږي.

    له دې مرحلې وروسته باید اوسېدونکو ته اجازه ورکړل شي، چې په تدریجي ډول شمالي غزې ته ستانه شي او اسرائیلي ځواکونه باید له ګڼ‌ مېشتو سیمو څخه ووځي.

    اسوشټېد پرس خبري آژانس لیکلي دي، چې تمه ده حماس به د یکشنبې په ورځ په قاهره کې د خبرو له بیا پیلېدو وروسته خپل غبرګون اعلان کړي.

    یوه امریکایي چارواکي CNN ته وویل، چې اسرائیلو دا تړون په اصولو کې منلی او د نور دوامداره اوربند د طرح کولو دویم پړاو به د شپږ اونیو اوربند په جریان کې ترسره شي”دوه ورځې وروسته له هغې، چې په غزه کې د وړیا خوراکي توکو د وېش په ترڅ کې تر سلو زیات کسان ووژل شول، امریکا دغې سیمې ته د خوراکي موادو د مرستو لومړۍ هوايي جوپه استولې ده.

    د امریکا متحدو ایالتونو د درېیو پوځي الوتکو په مرسته د هوا له لارې غزې ته د څه باندې ۳۰ زره خوراکي بستو په ګډون لومړنۍ مرستې رسولې.

    حماس چې په غزه کې واکمني کوي، پر اسرائیل په ملکي وګړو د ډزو تور پورې کړی، په غزه کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر مشر جیورجیوس پیتروپولوس ویلي، چې دی او پلاوی یې د پنجشنبې په ورځ له پېښې وروسته روغتون ته تللي او هلته یې ډېر خلک لېدلي، چې د ګولیو په واسطه ټپیان شوي دي.

    بل لور ته اسرائيلو ويلي، چې ډېری يې وروسته له هغه په ډزو وژل شوي، چې وايي ځواکونو یې د خبرداري ډزې پرې وکړې.اسرائیلو منلې ده، چې عسکرو یې په سلګونو فلسطینیانو “د امنیتي اندېښنو له کبله” د غزې په شمال کې د مرستو د یوه کاروان په شاوخوا کې راټول شوي وو، ډزې وکړې.

    مخکینۍ مقالهحوثیانو په سور سمندرگي کې د برېتانیې یوه بېړۍ ډوبه کړې
    راتلونکي مقاله ډونالډ ټرمپ: شل کاله مو په افغانستان کې بې فایدې جګړه وکړه

    مربوطه لیکنې

    لبنان کې د فلسطیني کډوالو پر پنډغالي د صهیونیست رژیم برید کې ۱۴ تنه شهیدان شوي

    19 نوومبر 2025

    حماس غزه کې د نړیوالو ځواکونو مېشتېدو په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک رد کړ

    18 نوومبر 2025

    د فلسطين وسله وال غورځنګونه وایي اجازه نه ورکوي چې غزه د امريکا تر ادارې لاندې راشي

    17 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 20 نوومبر 2025

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    20 نوومبر 2025

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،085 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،024 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،078 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.