یو شمېر نړۍوالو رسنیو راپورونه خپاره کړي او وایي، چې د تېرې یوې ورځې راپدیخوا په غزې تړانګه د اسرائیلو د وحشیانه بریدونو له امله د پنځو ماشومانو په ګډون ۷۱ فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۰۶ زیات ټپیان دي.
د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې اسرائیلي اشغالګرو غزې ته د بشري مرستو رسولو ټولې لارې تړلې او د دې ښار د هستوګنې زیاته برخه کورونه یې ویجاړ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر غزه د اشغالګرو ځواکونو د بریدونو له پیل تر دې مهاله، نږدې ۳۴ زره فلسطینیان وژل شوي او تر ۷۶ زرو زیات ټپیان شوي دي.
اخوا بیا ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب په موخه د غړیو هېوادونو لخوا رایه اچونه ترسره شوې ده.
یو شمېر نړۍوالو رسنیو ویلي، چې د شورا ۱۲ بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو د فلسطین لپاره مثبته رایه کارولې ده، امریکا مخالفه، انګلیس او سویس بیا ممتنعې رایې کارولې دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د امریکا دغه کړنه غندلې او ویلي یې دي، چې نړۍ ټوله د فلسطین په طرف ولاړه ده، خو امریکا بیا د اسرائیلو ترڅنګ ودرېده.