یو شمېر رسنیو خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې د اسرائیلو او فلسطیني ډلو ترمنځ سختې جګړې روانې دي.
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” رسنیو ته ویلي، چې د غزې تړانګې شمال او “رفح ښار” کې یې ۲۰ تنه اسرائیلي پوځیان وژلي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د القسام لوا یوې سرچینې “المیادین” خبري اژانس ته ویلي، چې د غزې تړانګې شمال کې یې د اسرائیلي پوځیانو ۵ ټانکونه د “یاسین ۱۰۵” توغندیو په وسیله په نښه کړي، او ۱۲ اسرائیلي پوځیان پکې وژل شوي دي.
په خبر کې همدا راز د غزې په رفح ښار ګوټي کې د خونړيو نښتو خبر هم ورکړل شوی دی، سرچینې ویلي چې دلته هم دوه ټانګونه ویجاړ شوي او ۸ تنه اسرائیلي پوځیان پکې وژل شوي دي.
بل لور ته د اسرائیلو ۱۲ تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې په غزه کې د دوی ۳ پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي، خو د حماس د ادعاوو په اړه یې څه نه دي ویلي.