یو شمېر نړۍالو رسنیو راپورنه خپاره کړي، چې د غزې تړانګې سویلي ښار خان یونس اړوند نصر روغتون کې یو ډلییز قبر موندل شوی او شاوخوا ۱۹۰ تنه مړي ترې را ایستل شوي دي.
رسنیو د روغتیایي چارواکو له قوله ویلي، چې د یاد روغتون چارواکي د تېرې جمعې ورځې را پدیخوا له دغه قبر څخه د مړو په را ایستلو لګیا دي.
د فلسطیني ملکیانو د دفاع سازمان رسنیو ته ویلي، چې دغه کسان اسرائیلي یرغلګرو ځواکونو وژلي او دغلته یې په ډلییز ډول ښخ کړي دي.
په غزه کې د یاد سازمان ویاند “محمود بصل” رسنیو ته ویلي، دا کسان په نصر روغتيايي مرکز کې خښ شوي او له نښو څخه يې ښکاري، چې له وژل کېدو او خښېدو وړاندې سخت زورول شوي او ربړول شوي هم دي.
بل لور ته د روغتیا نړۍوال سازمان هم له دې وړاندې ویلي و، چې د اسرائیلو تر ولکې لاندې سیمو کې ګڼ شمېر کسان په ډلییز ډول خښ شوي دي.
د وروستو راپورونو پر اساس چې رسنیو د غزې د روغتیایي چارواکو له قوله خپاره کړي، په غزې تړانګه د اسرائیلو د یرغل را پدیخوا له ۳۴ زیات کسان وژل شوي او له ۷۶ زرو څخه زیات ټپیان شوي دي.د یادې جګړې ډیری قربانیان ښځې او ماشومان دي.