د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، “چې تېره ورځ د غزې پر بېلا بېلو برخو د اسرائیلي یرغلګرو په هوایي بریدونو کې ۲۸ تنه شهيدان شوي دي.
“خبرپاڼه زیاتوي، په شهيدانو کې د یوې میرمنې په ګډون شپږ ماشومان هم شامل دي.
دغه هوايي بریدونه داسې مهال کېږي، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن تېره ورځ اسرائیلو ته تللی او هلته به د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند په اړه له اسرائیلي چارواکو سره خبرې اترې وکړي.