الجزیرې خبري شبکې خبر ورکړی چې د فلسطين پر خاوره د صهيونيستي اسرائيلو په تازه بریدونو کې پنځه خبریالان شهيدان شوي دي.
د الجزیرې د راپورونو له مخې چې دا خبریالان په النصیرات کمپ کې د العوده روغتون مخې ته د القدس شبکې د ژوندیو خپرونو پر موټر د صهيونيستي اسرائیلو د هوايي برید په ترڅ کې شهيدان شوي دي.
الجزيرې د شهيد شويو خبریالانو نومونه «فادي حسونة»، «ابراهیم الشیخ علي»، «محمد اللدعة»، «فیصل ابو القمصان» او «ایمن الجدي» اعلان کړي دي، او له دې سره غزه کې د شهيد شويو خبريالانو شمېر له دوه سوه واوښته.
له بل لوري بيا د فلسطین د روغتیا وزارت په یوه بیانیه کې ویلي چې د غزې په تړانګه د نیواکګرو پوځیانو په یرغل کې د ټپیانو شمیر ۱۰۷ زره ۸۰۳ تنو ته رسیدلی دی.
د فلسطین د روغتیا وزارت په بیانیه کې همداشان ټینګار شوی چې غاصب رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې درې ډلهییزې وژنې ترسره کړې چې په پایله کې یې ۲۳ فلسطینیان شهیدان او ۳۹ نور ژوبل شول.
د دې خبرپاڼې له مخې، ډېری قربانیان لا هم په سړکونو او هم تر خاورو خځلو لاندې پراته دي او ژغورونکي نه دي توانېدلي چې هغوی ته ځان ورسوي.