د ایران تسنیم خبري اژانس د اسرائيلي رسنیو د راپور له مخې لیکلي، د اسرائیلو راډيو او ټلوېزیون ادارې نن شنبه سهار مهال ادعا وکړه چې غزه کې د صهيونيستي اسرائیلو پوځي عملیات پای ته رسېدلي دي.
تسنيم خبري اژانس زياتوي چې اسرائیلي رژیم هڅه کوي، ترڅو د خپلو یرغمل شویو اسرائیلو ژغورلو ته فرصت برابر کړي. همدا راز د اسرائیلو راډیو ټلوېزیون خبر ور کړی که د یرغمل شویو اسرائیلو په اړه مالومات تر لاسه شي نو اسرائیل ممکن غزې ته یو ځل بیا ننوځي.
تر دې وړاندې د حماس د سياسي دفتر مشر «يحيی السنوار» عرب منځګړو ته په استولي يوه پيغام کې ويلي وو، «که اسرائيل د خبرو اترو په اړه جدي وي او د حماس ګډون غواړي، نو غزه کې دې نظامي عمليات ودروي».
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه قطر په دوحه کې د غزې د اوربند په تړاو د دوه ورځني مذاکراتو د پای خبر ورکړی وو. له بل لوري امریکا چې په دغو مذاکراتو کې د منځګړي رول لري ویلي، د خبرو اترو دا بهیر ګټور او مثبت و.
په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر وايي، راتلونکې اونۍ به دوی په قاهره کې د دویم پړاو مذاکراتو په مهال د یو شمیر هغو مسایلو په تړاو وړاندیزونه مخ ته کړي چې تر اوسه ورته حل نه دی موندل شوی.