د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې غزه تړانګه کې د لوږې او خوارځواکۍ له امله دوه فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي.
خبر زیاتوي، له دې سره غزه کې د لوږې او خوارځواکۍ له کبله د شهیدانو شمېر ۴۵۹ ته لوړ شوی، چې له دې ډلې ۱۵۴ ماشومان دي.
دې وزارت په یوه بل راپور کې ویلي، چې په یاده موده کې پر غزې د صهیونیست رژیم په بریدونو کې ۶۵ نور فلسطینیان هم شهیدان شوي او ۲۵۶ ټپیان دي.
ورته مهال یو شمېر خیریه ادارو خبرداری ورکړی، چې غزه ښار کې شاوخوا نیم فلسطینیان اوبو، درملو او د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخامخ دي.