د غزې روغتیایي چارواکو راپور ورکړی، چې په دغه تړانګه کې د وروستیو سېلابونو او یخنۍ له امله د ماشومانو په ګډون ۲۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی.
په راپور کې راغلي، چې پر له پسې اورښتونو دغه راز ۱۸ ودانۍ بشپړې او ۱۱۰ نورې په جزئي ډول ویجاړې کړي دي.
ورته مهال د فلسطین د رسنیو مرکزو ویلي، چې د غزې تړانګې روغتونونه د درملو، اوبو او سون توکو له جدي کمښت سره مخ دي چې ورسره بشري ناورین لا ژور شوی دی.


