د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې د غزې د لوږې ناورین بې‌ساري کچې ته رسېدلی، د مرستو رسول نږدې درېدلي او له هر درېیو کسانو یو یې څو ورځې له خوړو پرته تېروي.

دغې ادارې همداراز ویلي، چې په غزه کې د لوږې وضعیت «بې‌مخېنې» شوی او د نړیوالو ادارو د مرستو رسول له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

په ورته وخت کې د اسرائیلو اشغالګرو له لوري د مرستو پر ترلاسه کوونکو هم بریدونه همداراز روان دي، چې یوازې پرون ۴۵ تنه شهیدان شوي دي.

ياده دې وي چې غزې ته تللې ټولې لارې د اسرائيلي رژيم له لوري تړل شوي او د هېڅ ډول خوراک، څښاک، درملو يا هر ډول مرستې لیږلو ته اجازه نه ورکوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version