الجزیرې نړيوال تلوېزیون خبر ورکړی، چې نن سهار مهال وحشي اسرائیلي عسکرو د غزې په مرکزي سیمه حي الدرج کې په یوه ښوونځي هوايي برید کړی چې په ترڅ کې یې ۱۰۰ تنه فلسطینیان شهیدان او سلګونه نور ټپیان شوي.
یاد برید اسرائیلو د التابعین په نوم هغه ښوونځي باندې کړی چې جګړه ځپلي کډوال پکې مېشت ول.
برید سهار مهال هغه وخت وشو چې مهاجرین د سهار په لمانځه بوخت ول او د وحشي صهیونستي پوځ لخوا په نښه شول.