Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»فارن افیرز: امریکا نه شي کولی طالبان منزوي کړي
    لیکني

    فارن افیرز: امریکا نه شي کولی طالبان منزوي کړي

    صابر افغانصابر افغان16 مارچ 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد فیصل

    امریکایي فارن افیرز مجلې د افغانستان په اړه د “امریکا نه شي کولی طالبان منزوي کړي” تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې او په کې له افغان حکومت سره د سیمې د هیوادونو د اړیکو پر عادي کیدو بحث شوی دی.

    د روان کال جنوري کې د چین ولسمشر ژی جینګ پینګ په بیجنګ کې د اسلامي امارت د سفیر بلال کریمي باور لیک ومانه.

    سره له دې چې د چین دغه ګام رسمي رسمیت پیژندنه نه وه، خو د چین له لوري له طالبانو سره د اړیکو زیاتیدل د امریکا د هغه دریځ له پاره لوی چیلنج و چې هیوادونه له طالبانو سره د اړیکو له عادي کیدو منع کوي.

    چین باور لري چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې څخه بهر پاتې نه شي.

    امریکا په وروستیو دوه نیمو کلونو کې له طالبانو د بشر حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو، ترهګرۍ ضد مبارزې او ټولشموله حکومت غوښتنې کړي دي، خو افغان حکومت ډیری مسایل خپل کورني مسایل ګڼلي او فشارونو ته یې غاړه ایښې نه ده.

    طالبان نړیوال فشارونه د افغانستان د حاکمیت نقض بولي.د امریکا د فکر برعکس چین له افغان حکومت سره د یوه منفور رژیم په څیر چلند نه کوي.

    دغه راز، د سیمې د ډیرو هیوادونو اړیکې له طالبانو د رغیدو په حال کې دي.په تیره جنورۍ کې د چین، روسیې او ایران په ګډون د سیمې ځینو هیوادونو په کابل کې یو کنفرانس کې ګډون وکړ چې کوربه یې افغان حکومت و.

    د چین له لوري د افغان حکومت سفیر منلو د طالبانو له پاره نوې لاره خلاصه کړه او اذربایجان، قزاقستان او ان هند له افغان حکومت سره د اړیکو عادي کیدلو لور ته ولاړل.

    د افغان حکومت نه رسمیت پیژندنه نور د امریکا له پاره کار نه ورکوي او امریکا باید د خپلو موخو او پر طالبانو د اغیز له پاره نورې لارې وګوري.

    په تیره فبرورۍ کې د ملګرو ملتونو له لوري جوړ شوي کنفرانس کې هڅه کېده چې له افغانستان سره د تعامل په اړه یو نړیوال دریځ رامنځته کړي، خو له دې کنفرانس وړاندې د چین له لوري د طالبانو د سفیر منلو د ملګرو ملتونو هڅه پیچلې کړه.

    مقاله وایي، د چین له لوري د افغان سفیر له منلو وړاندې چین کابل ته خپل سفیر لیږلی و.

    له طالبانو سره د چین دغه وړ تعامل تر اوسه په بهرنۍ پالیسۍ کې د طالبانو تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده.

    اوس په کابل کې اتلس سفارتونه فعال دي او طالبانو په بهر کې د ډیرو سفارتونو کنټرول ترلاسه کړی دی.دا د طالبانو د تیر حکومت بیخي برعکس کار دی.

    هغه مهال له دریو هیوادونو پرته بل هیواد له طالبانو سره اړیکې نه درلودې او سفارتونه تړلي وو.

    طالبانو اوس د لرې ګاونډي اذربایجان په ګډون له مختلفو ګاونډیانو سره اقتصادي اړیکې پراخه کړي.

    سیمه ییز قدرت هند هم په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې خپل سفارت پرانیست او په ۲۰۲۳ کال کې یې طالبانو ته د ډیلي سفارت د کنټرول ترلاسه کولو اجازه ورکړه.

    د ۲۰۲۴ لومړیو پورې په سیمه کې تقریباً د افغانستان هر ګاونډي له افغان حکومت سره اړیکې عادي کړي دي.

    مخکینۍ مقالهفلسطين: د بشري مرستو څخه بار يوه بیړۍ د غزې سواحلو ته ورسېده
    راتلونکي مقاله ننګرهار: یوې مور په یو وار ۵ ماشومان زېږولې دي

    مربوطه لیکنې

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025

    انتخابي عدالت که د فشار وسیله؟ د جمهوریت د جنایاتو په اړه د نړۍوالې جنایي محکمې چوپتیا

    16 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 جولای 2025

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوه کسانو ته…

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    20 جولای 2025

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،988 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،919 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.