د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې یوه ښځه د نامعلوو کسانو له لوري وژل شوې ده.
د امنیتي مسوولینو په خبره، بېگاه شپه ۱۲ بجې د پښتونکوټ ولسوالۍ د سرحوض اوسېدونکې مسمات خالیه د خیر محمد لور د نامعلومه کسانو له لوري د چړو په وسیله وژل شوې ده.
د وژل شوې ښځې پلار خیر محمد وايي، په چا شک نه لري؛ خو له امنیتي کسانو یې غوښتي چې د لور وژونکي یې ونیسي او د قانون منگولو ته یې وسپاري.
د پښتون کوټ امنیتي مسوولین وايي، له څېړنو وروسته معلومه شوې چې وژل شوې اووه کاله مخکې نظر محمد د نور محمد زوی ته چې د شرشر کلي اوسېدونکی دی، واده شوې وه.
خو دوه کاله وړاندې د عبدالحی د عبدالرحیم زوی سره د اړیکو په تور نیول شوې وه او یو کال یې زندان هم تېر کړ، چې له زندان څخه د خوشې کېدو وروسته د خپل پلار په کور کې اوسېده، چې بېگاه شپه د نامعلومه کسانو له لوري وژل شوې.
امنیتي مسوولین وايي، د وژل شوې ښځې په اړه نورې څېړنې هم روانې دي او ډېر ژر به یې قاتلین ونیول شي.