Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»فارین افیرز: طالبان له نړۍ سره د اړیکو د عادي کېدو په درشل کې دي
    لیکني

    فارین افیرز: طالبان له نړۍ سره د اړیکو د عادي کېدو په درشل کې دي

    صابر افغانصابر افغان17 مارچ 2024څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: عادل افغان

    امریکايي فارین افیرز ورځپاڼۍ په خپلې تازه مقالې کې ویلي، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې امریکا په ډيپلوماټیکي لحاظ د طالبانو په منزوي کولو کې له جدي ستونزو سره مخ ده.

    یادې ورځپاڼې لیکلي، کله چې طالبانو په افغانستان کې دویم ځلي واک ترلاسه کړ، امریکا هڅه وکړه چې د دوی پر وړاندې په افغانستان کې دننه یوه متحده جبهه رامنځته راکړي او دغه راز په نړیواله کچه هم د طالبانو د حکومت پر رسمیت نه پېژندلو لپاره پیاوړې اجماع جوړه کړي، ترڅو امریکا په دې ډول وکولی شي پر طالبانو خپلې غوښتنې ومني، خو د ورځپاڼې په باور، امریکا د خپلو دغو موخو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلې ده.

    د سرچینې په خبره، د امریکا ستر سیال چین له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي او دغه راز د سیمې او نړۍ ډېری نور هېوادونه هم د طالبانو له حکومت سره د ښو او عادي اړیکو جوړولو په درشل کې دي او په دې سره وضعیت داسې ښکاري چې دغه هېوادونه نه غواړي نور په هغې اجماع کې پاتې شي، چې امریکا د طالبانو د منزوي کولو په موخه د یادې اجماع په رامنځته کولو کې ډېرې هڅې وکړې.

    د یادې ورځپاڼې په خبره، سربېره پر دې چې امریکا په تېرو نږدې دوو نیمو کلونو کې د طالبانو د منزوي کولو په پار هر ډول فشار راوړ، خو برعکس نه یوازې دا چې طالبان منزوي نه شول، بلکې ورځ تر بلې یې له نړۍ سره اړیکې د عادي کېدو لور ته روانې دي.

    دغه راز طالبانو د ښځو د حقونو، د اقلیتونو د خوندیتوب، د ټولګډونه حکومت د رامنځته کېدو په ګډون د امریکا ډېرې نورې هغه غوښتنې هم په بشپړه توګه له پامه غورځولي، چې امریکا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره د شرطونو په توګه څو څو ځله مطرح کړې دي. د سرچینې په خبره، د طالبانو د منزوي کولو په پار د امریکا د دې ناکامې پالیسۍ په اړه ډېرې پوښتنې راولاړې شوې دي.

    د مقالې لیکوال دغه راز وړاندې لیکلي، چې د طالبانو په اړه د امریکا اوسنی چلند او پالیسي په بشپړه توګه ناکامه ده، ځکه د هغه په خبره که څه هم امریکا په لومړي سر کې پر افغانستان ټولې بهرنۍ مرستې ودرولې، ډېری بهرني سفارتونه یې تخلیه کړل، د افغانستان د مرکزي بانک شتمني یې کنګل کړه او پر طالبانو یې خپل فشار ته دوام ورکړ، خو د نوموړي په خبره د دوه نیمو کلونو په تېرېدو، طالبان ورځ تر بلې د پیاوړتیا په حال کې دي او هڅه کوي چې په چټکۍ سره له نړۍ سره خپلې اړیکې عادي کړي.

    د ورځپاڼې په باور، په دې موده کې طالبان پر دې توانېدلي چې د امریکا د دوو سترو سیالانو (چین او روسیې) په ګډون له ګاونډيو او د سیمې له هېوادونو سره اړیکې بېرته ورغوي، پر ټپه درېدلې اقتصادي راکړه ورکړه ورسره بېرته پیل کړي، د هغو هېوادونو سفارتونه او استازولۍ په کابل کې بېرته پرانیزي او دغه راز په نورو ګڼو هېوادونو کې هم خپلو سفارتونو او سیاسي استازولیو ته خپل ډيپلوماتان ولیږي.

    نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی، چې له طالبانو سره د چین او روسيې په ګډون د ګڼو نورو هېوادونو تعامل ته باید په کمه سترګه ونه کتل شي، ځکه د هغه په باور دا اقدامات د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو پر وړاندې شین څراغ دی.

    د نوموړي په خبره، د امریکا دې ناکامې پالیسۍ وښودله، چې امریکا پر نورو هېوادونو د ډيپلوماتیک فشار راوړلو په برخه کې خپل اغېز بایللی دی.

    تبصره: امریکايي فارین افیرز رسنۍ بالاخره له هغو واقعیتونو پرده پورته کړه، چې د اسلامي امارت د فعالې او رغنده ډيپلوماسۍ په پایله کې په تېرو دوو نیمو کلونو کې رامنځته شوي وو. اسلامي امارت واک ته له راتګ سره سم اعلان وکړ، چې په کور دننه یې ټولو هغو اړخونو او ان نظامیانو ته عمومي عفوه اعلان کړې چې په تېرو دوو لسیزو کې له دوی سره په مخامخ جګړه کې ښکېل وو.

    امارت دغه راز دا اعلان هم وکړ، چې له دې وروسته د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي، د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې خاوره یې د نورو پر ضد وکارول شي او پر بې پرې او اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسۍ یې ټينګار وکړ.

    له دې ټولو سره سره، امریکايي استکبار یوځل بیا هم خپل کبر او ناروا ته مخه کړه، په لومړي سر کې یې د افغانستان د مرکزي بانک پانګه کنګل کړه، د دوحې تړون ډېرې مادې یې نقض کړې، د ژمنو خلاف یې د اسلامي امارت پر وړاندې د فشار پالیسي خپله کړه، پر افغانستان یې هغه بشري مرستې ودرولې چې د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو له خوا له بېوزلو افغانانو سره کېدې، دغه راز یې هغو فیسبوکي او مجازي جبهو ته هم پراخ تبلیغات وکړل، چې د ځمکې پر سر یې څرک نه لګېده، د اسلامي امارت د مشرانو نومونه یې د کړو ژمنو خلاف له تور لېست ونه ایستل او دغه راز پر اسلامي امارت د فشار لپاره یې هر ډول وسیلې او اوزار وکارول، خو لکه څرنګه یې چې تېر شل کاله په جګړه کې پرله پسې ماتې وخوړه، دا دی دا ځل یې د ډيپلوماتیکي ماتې انګازې هم په درز کې روانې دي او په دې سره هغه خبره هم برعکس ثابته شوه، چې ویل کېدل به:«افغانانو تل جګړې ګټلي، خو هر ځل یې سیاست بایللی دی» دا ځل افغانانو نه یوازې دا چې جګړه ګټلې، سیاست یې هم ګټلی، اقتصاد به هم ګټي او د خپلې رغنده او فعالې ډيپلوماسۍ پر مټ به ان شاالله د رسمیت ستونزه هم حل شي او بیا به نور هېوادونه او دوه مخي سازمانو پر موږ پسې وي ترڅو مو پر رسمیت وپېژني.

    امریکايي استکبار لا هم د خپل کبر او دجالیت په نشه کې ډوب دی او دا یې هېره کړې چې اوسنۍ نړیوال واقعیتونه نور دي، نړۍ نور د دوی له یکه‌تازۍ خلاصه شوې او دغه راز اسلامي امارت هم د تېرو مجاهدینو په څېر نه دي چې د دوی په لومه کې دې پرېوځي، بلکې که د یوه خپلواک او ازاد حکومت سترګه ورته ګوري او تعامل کوي، خو ښه تر ښه، کنه همداسې به یې په هرڅه کې له پامه غورځوي، لکه څومره یې چې په تېرو دوو نیمو کلونو کې وغورځاوه.

    اسلامي امارت ته په کار ده، چې خپله دغه مثبته او رغنده پالیسي نوره هم پیاوړې کړي، همداسې متعادل سیاست غوره کړي او دغه راز افغانانو ته هم بویه چې د خپل حکومت تر څنګ ودرېږي، خپل یووالی وساتي او د خپلې خاورې او هېواد د ابادۍ لپاره مټې رابډوهي ترڅو په ګډه هېواد د سیالانو سیال کړو، ترڅو مو بیا چاته د فقر لاسونه اوږده نه شي، بیا د چا کور ته ورکډه نه شو او بیا چا ته ننواتي ور نه شو، بلکې د یوه سیال او خپلواک هېواد په توګه په زغرده له نورو خپل حقونه وغواړو. ان شاالله.

    مخکینۍ مقالهشعارونه يې دوکه، هدف يې ډالر، واک او فساد دی.
    راتلونکي مقاله د کندهارـ هرات پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله ۳۲ تنو ته مرگ‌ژوبله اوښتې

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال دیمیتري مدودف ویلي، چې د امریکا لخوا د…

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.