د فراه ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د بکواه ولسوالۍ د شنبې مېلې او حاجي سخيجان اکا په کلیو کې د اوبو رسولو دوې شبکې جوړېږي.
د فراه د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس محمد نسیم سرهنگ وايي، په دغو شبکو کې ۱۱ مېلیونه ۳۹۱زره افغانۍ لگښت راځي.
د ده په خبره، د یادو شبکو په جوړېدو سره به ۴۶۶ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
دی زیاتوي، د اوبو رسولو دغه شبکې د یونیسف اداري په مالي مرسته جوړېږي، چې سلگونه کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.
نوموړي د یادو شبکو د جوړېدو په مراسمو کې وویل، فراه د اوبو له کمښت سره مخ دی او ډېری خلک یې د څښاک پاکې اوبه نه لري، چې د دغو ستونزو او اړتیاوو ته په کتو به روان کال کې نورې رغنیزې پروژې هم پیل کړي.
د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هېواد په گڼ شمېر سیمو کې د اوبو رسولو سلگونه شبکې جوړې شوي او اوسمهال د لسگونه شبکو د جوړېدو چارې روانې دي، چې زرگونه کورنیو ته یې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.