پوهنې وزارت خبر ورکوي چې په فراه ولایت کې د ۳ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې د ودانۍ چارې بشپړې شوې او ګټې اخيځته وسپارل شوه.

ياد وزارت زياتوي چې د فراه ولایت مرکز اړوند په ده یک کلي کې د بي بي ماریه (رضی الله عنها) مدرسې د ودانۍ چارې بشپړې او د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي اختر محمد زعیم له لوري د پوهنې مسئولینو، علماءکرامو، استادانو او د خلکو د استازو په حضور کې پرانیستل شوه.

د وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ د فراه د پوهنې رئيس له خلکو غوښتي، چې له ښوونیز نظام سره خپلو مادي او معنوي مرستو ته دوام ورکړي او خپل اولادونه د علم او پوهې ترلاسه کولو په موخه، مدارسو او ښوونځیو ته واستوي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت له بيا رسېدو راوروسته پوهنيز بهير ته خاصه پاملرنه شوې او نږدې په ټولو ولايتونو کې سلګونه ښوونځي او ديني مدرسې رغول شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version