Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»فضل احمد معنوي د مقاومت جبهې مهم رازونه افشاء کړي دي
    راز

    فضل احمد معنوي د مقاومت جبهې مهم رازونه افشاء کړي دي

    صابر افغانصابر افغان4 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په تېره اداره کې د عدليې وزیر او د مقاومت جبهې مهم غړي فضل احمد معنوي د طالبانو او مقاومت جبهې تر منځ له اړیکو پرده پورته کړې ده، نوموړي ویلي، چې مقاومت جبهې د طالبانو د کډوالو چارو له پخواني وزیر سره غیر مستقیمې او پرله‌پسې اړیکې درلودې.

    عطا محمد نور، عبدالرشید دوستم او یونس قانوني ته نږدې کړۍ هم دې پایلې ته رسېدلي، چې د عطا محمد نور، دوستم او قانوني محرم غږیز پیغامونه د فضل احمد معنوي لخوا، له هندوکش غږ سره شریک شوي دي؛ دغه کړۍ په دې آند دي، چې فضل احمد معنوي ګڼې اړیکې د رازونو په افشاء کولو پالي او لرې نه ده چې دغه کار دې هم نوموړي ترسره کړی وي.

    د معنوي وروستیو څرګندونو د ټولنیزو رسنیو د فعالانو ګڼې نیوکې او پوښتنې را ولاړې کړي دي؛ پرته له دې چې نوموړی له طالبانو سره د اړیکو د محتویاتو، محور او جزئیاتو په اړه نور وضاحت ورکړي، دغه جریان یې د پنجشېر د جګړې له پیله، بیا تر اوسه پټ ساتلی و.

    فضل احمد معنوي په خپلو خبرو کې ویلي، له طالبانو سره اړیکې د پنجشېر د جګړو له پیل څخه بیا تر هغه وخته روانې وې، چې پر خلیل الرحمن حقاني ځان وژونکی برید ترسره شو. زیاتوي، چې د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود بیا له خلیل الرحمن حقاني سره مستقیمې اړیکې نه درلودې، خو له جګړو څخه د مخنیوي لپاره د حقاني هڅې تر وروستیو پورې دوام درلود.

    په ټولنیزو رسنیو کې د مقاومت جبهې ملاتړو فعالانو د معنوي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د مقاومت تر عنوان لاندې دغه مکرجنې جبهې د دوی د وژل شویو غړو او بندیانو پر سر معامله کړې ده او له طالبانو سره د جګړې پر ځای پټ مذاکرات کوي.

    د مقاومت جبهې فعالانو همدا راز ویلي، چې که یاده جبهه له طالبانو سره په دوامداره تماس کې وي، نو ولې یې له طالبانو سره جګړه اعلان کړې؟ ولې د خلکو اولادونه له طالبانو سره جنګول کېږي؟ او ولې د دې جبهې د تړاو له امله زرګونه کسان په زندانونو کې بند پاتې دي؟ دوی زیاته کړې، چې په درې نیمو کلونو کې د دغه تماسونو له امله مقاومت جبهې د پام وړ سیاسي او نظامي لاسته راوړنې نه درلودې.

    د یادونې وړ ده، چې مقاومت جبهه له کاواکه حالت سره مخ ده، دغه جبهې تر دې مهاله داخلي یا خارجي ملاتړ نه دی ترلاسه کړی، د دې تر څنګ یې عملیاتي وړتیا له لاسه ورکړې ده، د خپلو ژورو اختلافاتو او پیسو پر سر ناندریو سره وېشلي او جلا کړي دي؛ چې همدا یې د ناکامۍ څرګند عوامل ګڼلای شو.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد پاکستان له زندانونو څه باندې ۵۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي
    راتلونکي مقاله د ترکیې د نظامي تولیداتو صادرات تېر ۲۰۲۴ کال کې ۷.۱ میلیارد ډالره وو

    مربوطه لیکنې

    پاکستانی پوځ په اسرائیلي جنایتکاره جامه کې

    26 فبروري 2026

    پاکستانی پوځ په اسرائيلي جنایتکاره جامه کې

    26 فبروري 2026

    د اکرام الدین سریع د قتل پټ او نا‌څرګند حقایق؛ ولې او څنګه ووژل شو؟

    30 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 17 مارچ 2026

    د ترکیې د اتحاد العلماء والمدارس بنسټ عمومي منشي، محمد عذیر: له افغانستان څخه په ذلت شړل شوې امریکا د خپلې نیابتې قوې له لارې له افغانانو غچ اخلي

    د ترکیې د اتحاد العلماء والمدارس بنسټ عمومي منشي، محمد عذیر کابل کې د روږدو…

    ليکوال او شنونکی عبدالسلام وزیروال: روان وضعیت به ډېر ژر افغانستان د يوې بشپړې پیاوړتیا پر لور یوسي

    17 مارچ 2026

    هند کابل کې د روږدو پر روغتون بريد بزدلانه او غير انساني عمل وباله

    17 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ترکیې د اتحاد العلماء والمدارس بنسټ عمومي منشي، محمد عذیر: له افغانستان څخه په ذلت شړل شوې امریکا د خپلې نیابتې قوې له لارې له افغانانو غچ اخلي

    17 مارچ 2026

    ليکوال او شنونکی عبدالسلام وزیروال: روان وضعیت به ډېر ژر افغانستان د يوې بشپړې پیاوړتیا پر لور یوسي

    17 مارچ 2026

    هند کابل کې د روږدو پر روغتون بريد بزدلانه او غير انساني عمل وباله

    17 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،145 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.