د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، اسلامي امارت د برېکس سازمان غونډې په اجنډا او محور کې د افغانستان ځای درلودلو ته په مثبت نظر ګوري.
مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت رسنیو ته په استولي غږیز کليپ کې ویلي، اسلامي امارت د سیمې هېوادونو پام دې ته راګرځوي، چې د افغانستان اقتصادي رغښت، ارامښت او ثبات په سیمه ییزه کچه د ټولو په ګټه دی.
نوموړي غوښتنه کړې، چې د برېکس سازمان دې د داسې ناستو او یا نورو تعاملاتو له لارې د سیمه ییز ثبات او اقتصادي پیاوړتیا کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او افغانستان د سیمې د هېواد په توګه دې برخه کې مهم رول لوبوي.
فطرت همداراز د برېکس سازمان راتلونکو ناستو کې د ګډون غوښتنه کړې څو د افغانستان غوښتنې او غږ د برېکس سازما له غړو هېوادونو سره شریک شي.