Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»فطرت: د رئیس الوزراء په مشرۍ له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او د جبري اخراج په اړه ځانګړې غونډه وشوه
    افغانستان

    فطرت: د رئیس الوزراء په مشرۍ له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او د جبري اخراج په اړه ځانګړې غونډه وشوه

    عمران آغاعمران آغا8 اپریل 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت وایي، د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او د هغوی د جبري اخراج په اړه ځانګړې غونډه کې له افغان کډوالو سره د غیر اسلامي او غیر انساني چلند او د ټولو اصولو پر خلاف د هغوی جبري اخراج په کلکو ټکو غندل شوی او دغه کړنه یې د ټولو اسلامي ارشاداتو او نړیوالو اصولو او د ګاونډیتوب د حقوقو خلاف عمل بلل شوی دی.

    د ښاغلي فطرت په وینا، په دغه غونډه کې د کابینې د نورو غړو تر څنګ د رئیس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، اداري مرستیال مولوي عبد السلام حنفي، د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبد الکبیر ګډون کړی و.


    ښاغلي فطرت زیاته کړې، همداراز دې غونډه کې د پاکستان له ولس، سیاسي ګوندونو، علماوو او بانفوذه شخصیتونو څخه غوښتنه شوې تر څو دوی هم په دې اړه خپل اسلامي او د ګاونډیتوب مسؤولیت اداء کړي.

    غونډې پر ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو غږ کړی، چې د دغه انساني ناورین په مخنیوي او د افغان کډوالو په با عزته توګه را ستنېدو کې خپل مسؤولیت اداء کړي.

    د ښاغلي فطرت په وینا، په دغه غونډه کې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې د تېر په څېر له خپلو ټولو موجوده امکاناتو څخه په هر اړخیزې ګټې اخیستنې راستانه شویو افغانانو ته لازمې اسانتیاوې، لنډمهالي هستوګنځي او خدمات ژر تر ژره برابر کړي.

    د یادونې وړ ده چې، پاکستاني حکومت تازه له دغه هېواده د افغان کډوالو د جبري اخراج نوې لړۍ پیل کړې، چې د بشر حقونو سازمانونه دغه چاره نا عادلانه بولي او د دې لړۍ د درېدو غوښتنه کوي.

    مخکینۍ مقالهد افغانستان بې سوژې مخالفین او هېواد ضد تبلیغات!
    راتلونکي مقاله د سویلي کوریا کابینه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د راتلونکې جون میاشتې ۳مه نهایي نېټه اعلانوي

    مربوطه لیکنې

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025

    د عامې روغتیا وزارت سرپرست: هڅه کوو چې په تدریجي توګه د هېواد روغتیايي سکټور پر ځان بسیا کړو

    8 مې 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل ترکمنستاني سیال سره د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې د چارو په اړه خبرې کړي

    8 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 9 مې 2025

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    مقاومت جبهه د تېر په څېر دا ځل هم د نابودۍ په لور روانه ده،…

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025

    د سویس جنجالي طرحه؛ د سرپرست حکومت د مخالفینو په لیکو کې نوی درز!

    8 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025

    د سویس جنجالي طرحه؛ د سرپرست حکومت د مخالفینو په لیکو کې نوی درز!

    8 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،928 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،860 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،847 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.