
د سرپرست حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د یوناما هغه راپور چې ګواکې ځینې راستنېدونکي افغانان هېواد کې ځورول کېږي، په کلکه رد کړ.
ښاغلی فطرت وایي، ټول راستنېدونکي کډوال د عفوې له فرمان څخه برخمن دي او په خبره یې: «په ځینو سیمو کې یوه نیمه پېښه شوې وي، هغه سیاسي نه، بلکې شخصي او خورا جزئي ده چې یوناما ته نه ښایي استفاده ترې وکړي او د پروپاګند په خپرولو سره اندېښنې زیاتې کړي.»
نوموړي زیاته کړې، هېڅوک هم له سیاسي لحاظه له راستنېدونکو هېوادوالو سره دښمني، تضاد او انتقامي چلند نه کوي او که داسې څه پېښ شي حکومت یې پوښتنه او مخنیوی کوي او عاملین جزا ویني.
ښاغلي فطرت وړاندې، خلکو ته ډاډ ورکړی چې په دې اړه هېڅ اندېښنه ونه کړي او په ډاډ سره خپل هېواد ته راستانه شي.