‏د افغان حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، چې د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ شانپټ سیمه کې د پاکستاني پوځي رژیم د هاوان مرمۍ لګېدو له امله یو ملکي وګړی شهید او یوه ښځه ټپي شوې ده.

نوموړي پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې دغه پېښه نن سهار نهه نيمې بجې رامنځته  شوې ده.

د ښاغلي فطرت په خبره، ياد رژيم د پکتیکا شکین ولسوالۍ کې د ملکي خلکو د سپرلۍ پر موټر هم ډزې کړي، خو ځاني تلفات نه لري.
#هندوکش‌غږ

ځواب پریږدئ

Exit mobile version