یو شمېر نړۍوالو رسنیو په غزه کې د روغتیايي چارواکو له قوله خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو ځواکونو په روانو بریدونو کې د وژل شویو وګړو شمېر له ۳۵ زرو څخه واوښت.
په راپور کې ویل شوي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلو پوځ ۶۳ فلسطینیان وژلي او ۱۱۴ نور یې ټپیان کړي، چې په دې سره د تېر اکټوبر میاشتې راهیسې د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له وروستي پړاو راهیسې د وژل شویو شمېر ۳۵زره او د ټپیانو شمېر ۷۸زره ۷۵۵ تنو ته رسېدلی دی.
په راپورونو کې همدا راز یادونه شوې، چې ګڼ شمېر قربانیان لاهم تر خاورو لاندې دي، چې امبولانس او د ملکي دفاع عملې نشي کولی، دوی ته رسېدنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې له یو میلیون څخه ډېر بې ځایه شوي ولسي فلسطینیانو په “رفح” کې د پناه په لټه کې دي، چېرې چې د اړتیا وړ توکو (اوبو، خوراکي توکو او طبي پاملرنې) کمښت له امله سخت بشري ناورین رامنځته شوی دی.
رسنۍ داسې مهال د غزې د ورستیو تلفاتو ارقام خپروي، چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي منشي “انتونيو ګوتېرېش” ټینګار کړی و، چې په غزه کې جګړې “بشري کړاو” رامنځته کړی او په جګړه کې په ښکېلو خواوو او منځګړو هېوادونو يې غږ کړی، چې “سملاسي اوربند وکړي.”