د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې هېواد کې یې د اسلامي امارت د شارژدافیر محمد الرحمان رحماني باورلیک په رسمي ډول منلی دی.
د سياسي چارو د کارپوهانو په وينا دا پرمختګ د اسلامي امارت لپاره په ډیپلوماټیکه برخه کې یو بل مهم ګام دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې، چین او متحده عربي اماراتو هم د افغان حکومت سفیران په رسمي ډول منلي دي او د قزاقستان په تازه اعتراف سره، به افغان حکومت په نړیوال ډګر کې خپل حضور لا نور هم پراخ کړي.