د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو نږدې څلور کاله تېرېږي؛ هغه حکومت چې د خپلو ډېرو مخالفینو د تمې پر خلاف، تر اټکل ډېر ژر وتوانېده چې خپل واک ټینګ کړي او د هېواد اداري، امنیتي او اقتصادي جوړښتونو ته تر ډېره بریده نظم ورکړي.
په داسې حال کې چې ډېرو باور درلوده دا حکومت به د ډېرو کورنیو ننګونو او بهرنیو فشارونو پر وړاندې ټینګ پاتې نه شي، خو د امنیت په تأمین، له فساد سره په مبارزه او د بنسټیزو پروژو په پیلولو کې یې لاسته راوړنو وښوده چې د منفي تبلیغاتو پر خلاف، د هېواد د اداره کولو توان لري.
په دې ټوله موده کې، د جمهوري رژیم هغه چارواکو چې له واکه ګوښه شوي دي، ډېرې هڅې وکړې تر څو د سرپرست حکومت پر وړاندې کوم ګام واخلي او خپلو بهرنیو ملاتړو ته یوه لاسته راوړنه وړاندې کړي؛ هغه هڅې چې په وار، وار له ماتې سره مخ شوې او آن پایلې ته له رسېدو وړاندې له ناکامۍ سره مخ شوې.
په بېلابېلو نومونو د ډول، ډول ائتلافونو جوړول، له سرپرست حکومت سره د دوی په مقابله کې یوه له تکراري او ناکامه لارو څخه وه؛ هغه ائتلافونه چې ډېری یې مخکې له دې چې یو منسجمه بڼه غوره کړي، له منځه ولاړل او غړي یې د پخوا په څېر خواره واره شول.
د دغه ائتلافونو د پاشل کېدو تر شا بېلابېل عوامل پراته دي چې په دې لیکنه کې یې ځینو مهمو ته په لنډه توګه اشاره کېږي:
۱. قومي سیالۍ:
د دغه ائتلافونو د بېثباتۍ یو له عمده لاملونو څخه د هغوی د غړو ترمنځ قومي اختلافات وو؛ د دغه جریانونو مشرانو تر دې چې جمعي ګټې په پام کې ونیسي، خپل قوم او لوري ته د برترۍ ورکولو په لټه کې وو. دغه قومي تعصبات د دوه اړخیزې بېباورۍ لامل شول او د یوه واحد او همغږي صف د جوړېدو مخه یې ونیوله.
۲. سیاسي اختلافات:
د راتلونکې په اړه د لیدلورو توپیر او متضاد دریځونه د دغه ائتلافونو د پاشل کېدو بل لامل و. د هغوی ځینو غړو په غونډو کې ځانونه د جمهوري نظام د بېرته راستنېدو پلویان بلل، په داسې حال کې چې یوې بلې ډلې بیا د فدرالیزم په څېر جوړښتونو د رامنځ ته کېدو غوښتنه کوله. دغه اختلافاتو د یووالي پر ځای د دوی ترمنځ لا ډېر درزونه پیدا کړل.
۳. کورنی نفاق:
بې صداقتي، پټې دسیسې او له منځه د یو او بل د لیرې کولو هڅې، د دغه ائتلافونو د ماتې نور اساسي عوامل وو. د دغه ائتلافونو ډېری پېژندل شوې څهرې د ګډ کار پر ځای، په شخصي او سیاسي سیالیو کې ښکېلې وې او د استخباراتي کړیو د ملاتړ د راجلبولو په موخه یې د خپلو ملګرو پر ضد دسیسې جوړولې.
۴. شخصي ګټې:
په پای کې، ځانغوښتنو او شخصي ګټو د دغه ائتلافونو په پاشل کېدو کې اساسي رول ولوباوه؛ هغو څهرو چې په یادو اتحادونو کې فعالې وې، د عامه خیر لپاره نه، بلکې واک ته د بېرته ورګرځېدو، د عامه شتمنیو د چور او تالان، د ډېرو امتیازاتو د اخیستلو او د خپلو پخوانیو څوکیو د ساتلو لپاره هڅې کولې.
یادو ټولو لاملونو ته په پام سره، څرګندېږي چې د سرپرست حکومت مخالفین نه یواځې د یوه متحد صف په جوړولو کې ناکام شول، بلکې د کورنیو اختلافاتو، فردي ځانغوښتنو او بهرنۍ وابستګۍ له کبله، تر پخوا لا ډېر بې اعتباره شوي دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.