Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»لاسته راوړنې او پلانونه؛ امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ
    افغانستان

    لاسته راوړنې او پلانونه؛ امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ

    عمران آغاعمران آغا20 اگست 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو او پلانونو د تشریح پروګرام په دوام نن سه شنبه د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یوکلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.

    د حکومت د رسنيو مرکز په خپل خپاره شوي خبر کې وايي: د تقنیني او اصولي اسنادو د مسودې ترتیب، په ملکي او نظامي ارګانونو او عامه ځایونو کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو منعه کول، د شکایتونو د ثبتولو لپاره د ۱۹۱ وړیا شمېرې فعالول، د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو جوړول او د احکامو او فرامینو له تطبیق څخه څارنه؛ په تېر یوه کال کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له مهمو او عمده فعالیتونو څخه دي.

    د وزارت مسؤلینو په دې خبري کنفرانس کې وویل: د مشرتابه د فرمان په صادرېدو سره، په ۳۳۸ مواردو کې په بدو کې د ښځو له ورکولو او ۲۹۵ مواردو کې د ښځو له پلورلو څخه مخنیوی شوی او ۱۳۱۳ دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوي دي.

    همدارنګه مسؤلينو زياته کړه: د عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) د فرمان په اساس، په ۷۸۹ مواردو کې د میراث له حق څخه بې برخې ښځې له میراث څخه برخمنې شوي، په ۲۶۳۸ مواردو کې د ښځو پر واندې د تاوتریخوالي مخه نیول شوې او د ۲۴۶۹ ناستو له لارې د عقیدوي انحرافاتو، غلطو رواجونو او منکراتو مخنیوی هم شوی دی. همدارنګه، د عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) لخوا د شکایتونو اورېدلو قانون توشیح شوی او اا تقنیني او اصولي سندونه چمتو او د طی مراحلو لپاره اړوندو مراجعو ته استول شوي دي.

    مسؤلین زیاتوي، چې د وزارت ستراتېژیک پلان وروستی شوی او د ۱۱ امارتي ادارو په پالېسیو او ستراتېژیکو پلانونو کې له شرعي احکامو سره سمې اړینې سپارښتنې هم درج شوي دي. د دې تر څنګ، په ۲۷۵۱۸ امارتي او غیر امارتي ادارو، ۴۱۹۳۶۹ مسجدونو، ۹۶۳۵۵ ښوونیزو، تحصیلي او روغتیایي مرکزونو، ۶۸۹۷۹ هوټلونو، ۳۹۲۱۸ حمامونو او سلمانیو، ۱۵۵۷۵ سپورټي کلبونو او ۵۰۰ د خیاطۍ دکانونو او نورو عامه ځایونو کې د معروفاتو د اقامې او منکراتو د ازالې په موخه،  هم اړین اقدامات تر سره شوي دي.

    د تېر یوه کال پر مهال، ۲۵ شراب خونې تړل شوي، د موسیقۍ ۲۱۳۲۸ الې له منځه وړل شوي، ۱۳۲۵۰ نشه یي ټابلېټ نیول شوي او عاملین اړوندو مراجعو ته سپارل شوي او په بازارونو کې د مبتذلو فلمونو خپرونکو ۲۵۶۴۷ کمپیوټر کارانو د فعالیت مخنیوی شوی دی. همدارنګه، د غږیزو، انځوریزو او چاپي رسنیو ۹۰ سلنه، نشرات اصلاح شوي، د ټولنې د اصلاح لپاره، په مرکز او ولایتونو کې ۳۰ زره غیر اخلاقي فلمونه له منځه وړل شوي، قیلون خونې او قمارخونې تړل شوي، ۴۴۸ تعویذ کوونکي او ۵۲۸ سحر کوونکي تر نیولو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

    د مسئولینو د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د ۱۹۱ وړیا شمېر په فعالېدو سره په ټولیز ډول ۹۸۰۸ شکایتونه ثبت شوي چې له دې جملې څخه ۵۴۸۶ شکایتونو ته رسېدنه شوې ده. همداراز، په ۵۴ امارتي ادارو کې د احکامو او فرامینو د تطبیق له څرنګوالي څخه په دوامداره ډول څارنه شوې، د وزارت ۷۰۲۲ محتسبینو او کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې ۱۰۴ پروګرامونه جوړ شوي او د دعوت او ارشاد برخه کې د امارتي ادارو کارکوونکو ته، درسي نصاب هم چمتو شوی دی.

    د مسؤلینو په خبره، د تقنیني او اصولي اسنادو ترتیب او وروستي کول، د پالېسیو انکشاف، په نظامي قطعاتو کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی، د ظرفیت لوړونې پروګرامونو جوړول، د شکایتونو ثبتول او ورته رسېدنه او د عامه افکارو اصلاح؛ په روان کال کې د وزارت له مهمو لومړيتوبونو څخه دي.

    مخکینۍ مقالهد نشه يي توکو پر وړاندې جدي مبارزه: د نشه يي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو ۲۷ تنه نيول شوي
    راتلونکي مقاله بلخ کې ۳ زره کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې

    مربوطه لیکنې

    ملا نورالدین ترابي د سره صلیب نړیوال فدراسیون له سرپرست سره د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    1 جون 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    31 مې 2025

    ‏د جوزجان ولایت د یتیم تاق سیمې د ګازو د دریو څاګانو د کیندنې تړون لاسلیک شو

    31 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 1 جون 2025

    بلوڅ بېلتون‌پالو په دوه جلا بریدونو کې پنځه پاکستاني پوځیان او استخباراتي کارکوونکي وژلي

    د بلوڅو بېلتونپالې ډلې (BLF) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، وسله‌والو یې د…

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    1 جون 2025

    نایجریا کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي

    1 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلوڅ بېلتون‌پالو په دوه جلا بریدونو کې پنځه پاکستاني پوځیان او استخباراتي کارکوونکي وژلي

    1 جون 2025

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    1 جون 2025

    نایجریا کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي

    1 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،941 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.