د «الشرق الاوسط» خبري آژانس د خبر له مخې د دوشنبې په ورځ د اسرائیلي رژیم د هوايي بریدونو په پایله کې چې د لبنان د ختیځ په څو کلیو کې ترسره شوی، لږ تر لږه ۶۰ تنه پکې وژل شوي دي.
د بعلبک والي بشیر خضر په خپلې “X” پاڼې لیکلي؛ دا ورځ د بعلبک لپاره د کړکېچ له پیل راهیسې “تر ټولو خونړۍ” ورځ وه.
د تیرې میاشتې راهیسې، اسرائیلي رژیم دلبنان پلازمېنې بیروت ته نږدې د دې ښار په سویل او ختیځ کې د حزب الله تر کنټرول لاندې سیمو باندې خپل هوایی بریدونه ډیر کړي، همدارنګه يې پر پوځي ځمکنیو بریدونو هم لاس پورې کړی چې اسرائیلي پوځ ته مرګونی تمام شوی دی.
همدارنګه د لبنان روغتیا وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د بعلبک الهرمل او بقاع ولایتونو پر ښارونو او کلیو د اسرائیلو د پرله پسې بریدونو له کبله ۶۰ کسان وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان شوي دي.