د لبنان روغتیا وزارت خبر ورکړی چې، د لبنان په جنوب کې پر «حاریص» او «طلوسه» ښارګوټو صهیونیستي اسرائیلو هوایي بریدونه کړي چې، له امله یې نهه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي.
صهیونیستي اسرائیلو ادعا کړې چې، په دغو بریدونو کې یې د لبنان حزب الله غورځنګ د وسلو زېرمې په نښه کړي.
بل خوا د لبنان حزب الله غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، د صهیونیستي اسرائیلو له خوا د اوربند له مکررې ماتونې وروسته یې په ځوابي بریدونو کې د صهیونیستي اسرائیلو تر کنټرول لاندې سیمې په نښه کړي.
حزب الله په دغو بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې د لبنان حزب الله او د صهیونیستي اسرائیلو تر منځ څه باندې یو کلنه جګړه د امریکا په منځګړیتوب د ۶۰ ورځو په مخه په اوربند سره پای ته رسېدلې، خو د دواړو لوریو له خوا پر یو او بل وروستیو بریدونو ته په پام د دغې جګړې د بیا پیل اټکل کېدای شي.