د اسرائیلو پوځ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د لبنان په جنوب کې له حزب الله سره په جګړه کې څلور نور اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي.
په دې سره په لبنان کې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې د وژل شویو اسرائیلي پوځیانو شمېر ۳۶ تنو ته ورسېد.
د یادونې وړ ده چې نن سهار د لبنان حزب الله غورځنګ د اسرائیلو په شمال کې ملکي وګړو ته د سیمې د ژر تر ژره تخلیې له خبرداري سربېره د دې هېواد د پوځي ارتباطاتو د یوه مرکز د بشپړ ویجاړولو خبر هم ورکړی دی.