د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې د قزاقستان د بیړنیو حالاتو وزارت اعلان کړی، چې نن د دغه هېواد اکتائوی ښار کې یوه مسافر وړونکې لوتکو لوېدلې ده.
راپور زياتوي چې د « اذربايجان ايرلاينز» شرکت دغه الوتکه چې ۷۰ تنه پکې سپاره وو، د اذربايجان هېواد له پلازمینې باکو څخه د روسیې « ګروژني» ښار ته روانه وه، چې د خرابې هوا او د مرغانو يوې ډلې سره د لږېدو له کبله یې لوری بدل شوی او د قزاقستان هېواد په اکتائوی ښار کې لوېدلې ده.
د پېښې د مرګ ژوبلې کره شمېرې لا نه دي اعلان شوي خو د قزاقستان د روغتيا وزير رسنيو ته ويلي چې د الوتکې له ۷۰ سپرليو څخه يواځې شپږ کسان روغ پاتې دي، او وړاندوينه کېږي چې ۵۰ شاوخوا کسان پکې وژل شوي دي.