افغان ولس د جمهوریت په تېره شل کلنه دوره کې، د جنګسالارانو او د دې فاسدې واکمنۍ د نورو بدنامو څېرو له لاسه بې شمېره تاوانونه، دردونه او کړاوونه وګالل، په دې ټوله موده کې یې د دوی د واکمنۍ تر سیوري لاندې یوه ښه ورځ هم ونه لیده.
په پای کې جمهوریت را وپرځېده، د هېواد خاینان وتښتېدل او د نوي بادار په لټه کې بې کوره شول. که څه هم تمه دا وه چې د دې بدنامو څېرو تېښته به د دوی له لاسه خلکو ته د رامنځته شویو بدمرغیو پای وي، خو له بده مرغه د هغوی یو شمېر لا هم شپه او ورځ دې ملت ته د زیان رسولو هلې ځلې کوي.
له دې ډلې څخه یو هم امرالله صالح دی؛ هغه څوک چې د جمهوریت د مهال تورې، ناکامې او شرموونکې سیاسي کارنامې لري. صالح یوازې اوس نه، بلکې د جمهوریت د نسکورېدو له لومړۍ ورځې یې په دوامداره توګه هڅه کړې چې هر څنګه وي پر افغان ولس فشار راولي، عامه ذهنیت ګډوډ کړي او د رواني جګړې، بندیزونو، کړکېچ او بې ثباتۍ له لارې د خپلې سیاسي ماتې غچ له ټول ملت څخه واخلي.
د افغانستان پر خلکو د فشار رواستلو لپاره د صالح له هڅو څخه یوه یې هم د امریکا د بشري مرستو د بندولو ناکامه هڅه ده؛ هغه مرستې چې د جمهوریت پر مهال هم افغانستان ته راتلې، خو په هغه وخت کې یې لویه برخه د صالح او د هغه د څنګلورو جېبونو ته لوېده، خو اوس د ولس د زخمونو څه ناڅه درملنه کوي، کوم زخمونه چې په تېر شل کلن اشغال کې د امریکا او د هغې د اجیرانو له لوري افغان ملت ته ورکړل شوي.
د دې ناکامو هڅو تر شا، د سیاسي څېرو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو یوه څرګنده شبکه ولاړه ده چې په افغانستان د بشري مرستو د بندولو کمپاین رهبري کوي. د دې شبکې په سر کې یو ځل بیا د امرالله صالح نوم راڅرګندېږي؛ هغه څوک چې په وروستیو اوونیو کې یې څو ځله هڅه کړې د امریکا د بشري مرستو ماهیت تحریف کړي او د جعلي نومونو او رنګونو په ورکولو سره، د تصمیم نیوونکو بنسټونو ذهنیت او عامه افکار مغشوش کړي.
صالح د همدې تبلیغاتي فضا له لارې هڅه کوي داسې انځور وړاندې کړي چې ګواکې دا مرستې د خلکو لپاره نه، بلکې یوه سیاسي وسیله ده، چې په پایله کې د افغانستان حکومت ته رسېږي. دا ادعا د افغانستان د واقعي میداني شرایطو د انعکاس پر ځای، تر ډېره د نوموړي د سیاسي ناکامۍ، مایوسۍ او بې وسۍ څرګندونه ده.
د صالح ترڅنګ، د امریکا د کانګرس غړی او د مقاومت ډلې ملاتړی «ټیم بورچیټ» هم د دې کمپاین د یوه مټ په توګه راڅرګند شوی دی. بورچیټ د ورته ادعاوو په تکرار او کانګرس ته د یوې طرحې په وړاندې کولو سره هڅه کړې چې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد بهیر ودروي.
خو راپورونه وایي چې دا هڅې د ځینو امریکایي څېرو، په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني استازي ټام وېسټ، له مخالفت سره مخ شوې او تر دې دمه یې کومه عملي پایله نه ده لرلې.
سربېره پر دې، د صالح په نږدې کړۍ کې څو نورې کمې پېژندل شوې امریکایي څېرې هم شته چې زیاتره د مجازي پلټ فارمونو لکه «ایکس» له لارې هدفمند مطالب خپروي او د بشري مرستو په اړه شکونه رامنځته کوي.
دا کسان په پوره همغږۍ سره، له یوې خوا په افغانستان کې د بې وزلۍ، بېکارۍ او خراب اقتصادي وضعیت په اړه خبرې کوي، خو بل پلو بیا پر همدې مرستو سختې نیوکې کوي چې کولای شي د دې ناورین یوه برخه را کمه کړي. د بشري مرستو په تړاو دا ښکاره تضاد، د دې کمپاین اصلي نیت په ښه ډول بربنډوي.
دې بدنامو هڅو غبرګونونه هم له ځان سره درلودلي دي، د بېلګې په توګه د جمهوریت پر مهال د دفاع وزارت پخواني چارواکي «شاه محمود میاخېل» په څرګند ډول پر دې کمپاین نیوکې وکړې.
که څه هم شاه محمود میاخېل په مستقیم ډول د امرالله صالح نوم نه دی اخیستی، خو په ډاګه یې ویلي چې د دې ډول هڅو شاته ولاړ کسان د افغانستان د خلکو رښتیني خیر غوښتونکي نه دي. د نوموړي په وینا، دا کسان په هېواد کې کورنۍ نلري چې د دې فشارونو خوند وڅکي. میاخېل ټینګار کوي چې دا ډول خوځښتونه د خلکو له کړاوونو سیاسي ګټه اخیستنه او په افغانستان کې د بشري کړکېچ لا ژورول دي.
په پایله کې ویلای شو چې د بشري مرستو د بندولو کمپاین د خلکو د خیر او هوساینې لپاره نه، بلکې د جمهوریت د ماتې خوړلیو څېرو د انتقامي سیاسي پروژې یوه برخه ده؛ هغه پروژه چې موخه یې له افغانستان سره مرسته نه، بلکې د سیاست صحنې ته د بېرته ستنېدو لپاره د خلکو د ژوند برمته کول دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


