Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له افغان هویت انکار؛ د تاریخ او واقعیت په وړاندې د مخالفینو جګړه
    لیکني

    له افغان هویت انکار؛ د تاریخ او واقعیت په وړاندې د مخالفینو جګړه

    صابر افغانصابر افغان16 دسمبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې وروستیو کې یو ځل بیا ځینې کړۍ او اشخاص د «افغان هویت» موضوع قصداً په داسې ډول مطرح کوي، چې له لارې یې د افغانیت له تاریخي، حقوقي او ټولنیز مفهوم څخه انکار کوي. دا بحث نه نوی دی او نه هم تصادفي دی، بلکې تر شا یې سیاسي عقدې، هویتي بحران او له تاریخي واقعیتونو ناخبري پرته ده. د هویت موضوع تر ډېره د هغو خلکو له خوا مطرح کېږي، چې د بهرنیو استخباراتو تر نفوذ لاندې دي، غواړي د هویت مسئله د نورو په ګټه وڅرخوي او افغانستان د دغه هویت په له منځه وړلو سره د تجزیې په لور یوسي.

    د افغان هویت مخالفین دا مهال هغه عقدوي سیاستوال او د هغوی ناپوه پلویان دي، چې له افغان حکومت سره د دښمنۍ په پلمه، د افغانستان د تجزیې غوښتنه منعکس کوي، دوی فکر کوي چې د افغان هویت په له منځه وړلو او تجزیې سره کولی شي جلا، جلا واکمنۍ جوړې کړي او اوسنی مرکزي حکومت وپرځوي. مخالفین افغان هویت ته د احساساتي محصول په سترګه ګوري، نه د تاریخ، جغرافیې او ملي یووالي په سترګه. افغان هویت د افغانستان په جغرافیه کې د مېشتو اتباعو له ګډ برخلیک سره تړلې موضوع ده او له پېړیو راهیسې د دې خاورې د ټولو اوسېدونکو ګډ تعریف پاتې شوی دی.

    له تاریخي پلوه، د «افغان» نوم او هویت د دې خاورې لپاره یوازې د یوې ژبې یا قوم نمایندګي نه کوي، بلکې د یو سیاسي او جغرافیایي هویت په توګه د نړیوالو تاریخي سرچینو، نقشو او رسمي اسنادو برخه ده. د اسلامي دورې له تاریخ‌ لیکونکو نیولې تر معاصرو نړیوالو اسنادو پورې، افغانستان د یو مستقل هېواد او افغان د هغه د تابعیت د نوم په توګه پېژندل شوی دی. له دې واقعیت څخه انکار، یو علمي نقد نه دی، بلکې په اصل کې پر مستندو تاریخي حقایقو سترګې پټول دي.

    له حقوقي اړخه، افغانیت د افغانستان د تابعیت رسمي نوم دی. د هېواد په ټولو قوانینو او هویتي اسنادو کې «افغان» د افغانستان د ټولو اتباعو لپاره کارول شوی، پرته له دې چې ژبني، قومي یا مذهبي توپیر یې په پام کې نیول شوی وي. دا هغه اصل دی چې په معاصرو دولتونو کې د ملي هویت بنسټ جوړوي. څوک چې له افغان هویت څخه انکار کوي، په حقیقت کې د تابعیت له مفهوم سره ستونزه لري، نه یوازې له یوې کلمې سره.

    له ټولنیز او واقعي اړخه، د افغانستان ټول قومونه د همدې هویت تر چتر لاندې له ګډو خوښیو، غمونو، جګړو او قربانیو تېر شوي دي. د دې خاورې هر قوم د خاورې د جوړښت، دفاع او بقا برخه پاتې شوي دي. د افغانیت ردول د همدې ګډ تاریخ، ګډ درد او ګډ برخلیک ردول دي، چې دا کار نه د افغانانو په ګټه دی او نه هم د دې خاورې په بقا کې رول لوبولی شي.

    له سیاسي پلوه، مخالفین له افغان هویت انکار د ملي یووالي د له منځه وړلو لپاره هم وسیله ګرځوي. دا ډول بحثونه عموماً هغه مهال راژوندي کوي چې مخالفي ډلې د بهرنیو سیاسي موخو او شخصي ګټو د تأمین لپاره د افغان ټولنې په ټوټه کولو کې وویني.

    افغان هویت، په افغانستان کې په هیڅ مشخصې ژبې، کلتور یا ځانګړي قوم پورې اړوند نه دی او نه هم دغه هویت د یو خاص قوم د برلاسۍ سمبول دی، دا د یو تاریخي ملت ګډ هویت او نوم دی. افغان ملت باید هیڅ چا ته اجازه ورنکړي چې د افغان حکومت مخالفین د بهرنیو سیاسي ګټو او خپلو شخصي ګټو د تأمین لپاره، د یوه تاریخي هویت او په واقعیت کې د ملي یووالي په وړاندې ودرېږي. مخالفین نه باید له حکومت سره د دښمنۍ په پلمه، له تاریخي واقعیتونو سره دښمني وکړي.

    د افغانانو ترمنځ اسلام د یو مشترک دین په توګه او ورپسې پر افغان هویت، د افغانستان د وکړو راټولېده د دې لامل و چې دې مؤمن او مجاهد ملت په یوه پېړۍ کې دریو زبرځواکونو ته ماتې ورکړه، درې ځله یې خپلواکي ترلاسه کړه او دا مهال د یو مرکزي حکومت په شتون کې، د دې هویت ټول برخوال د اسلامي نظام له مزایاوو برخمن دي او عزتمندانه ژوند کوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهاقتصادي معاونیت: له کونړ سیند څخه درونټې بند ته د اوبو د لېږد وړاندیز تائید شو
    راتلونکي مقاله د افغانستان او ایران د روغتیایي بنسټونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

    مربوطه لیکنې

    آیا د مخالفینو د ائتلاف غوښتنې شخصي دي که ملي؟

    16 دسمبر 2025

    د مخالفو ډلو د متزلزلو ائتلافونو چټک زوال

    14 دسمبر 2025

    د امریکا د ملي امنیت په ستراتېژۍ کې د افغانستان د نوم نشتون څه پیغام لري؟

    13 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 17 دسمبر 2025

    ټرمپ د وينزويلا حکومت د بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړ

    اکسیوس ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ پرون سه شنبه امر کړی، چې…

    د امریکا پوځ ارام سمندر کې درې کښتۍ په نښه کړي

    16 دسمبر 2025

    د لبنان ولسمشر: جنوبي لبنان کې د خبرو له لارې د امنیت او ثبات د ټینګېدو هڅې روانې دي

    16 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ټرمپ د وينزويلا حکومت د بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړ

    17 دسمبر 2025

    د امریکا پوځ ارام سمندر کې درې کښتۍ په نښه کړي

    16 دسمبر 2025

    د لبنان ولسمشر: جنوبي لبنان کې د خبرو له لارې د امنیت او ثبات د ټینګېدو هڅې روانې دي

    16 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،094 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،039 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،097 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.