Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له امریکا به بیا کومه جبهه زيږي؟!
    لیکني

    له امریکا به بیا کومه جبهه زيږي؟!

    صابر افغانصابر افغان4 اگست 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    امریکا لکه پاړوګر د افغانستان زهر خواره ماران یې کڅوړو کې کومې بلې لوبې لپاره ساتلي؛ تازه داسې ګونګسې اورېدل کېږي چې امریکا اجورتي قاتل او ملېشه قومندان دوستم ورغوښتی.

    دوستم د جمهوري نظام له سقوط وروسته ترکیې ته په تېښته بریالی شو، هلته یې هم درې کاله د جبهو په تنظیم او بسیج کې خپلې هڅې وکړې مګر هرې هڅې یې له ناکامۍ کومه بله پایله نه لرله.

    د افغانستان د بربادۍ لپاره یې د مقاومت عالي شورا رامنځ ته کړه چې ډېر ژر بېرته ختمه شوه؛ د دې برسېره یې محلي قوماندان (ګل محمد پهلوان) هم له ترکیې په بې عزتۍ وشړل شو.

    دغه قاتل جنګ سالار تېر کال ګواښ کړی و چې د طالبانو نظام به د نظامي قوت پر مټ نسکور کړي، خو دی په دې ښه پوهېږي چې طالبان ولسي او وطني قوت دی، وطني قوت څه نرمه ډوډۍ نه ده چې هر څوک پرې شخوند ووهي.د افغانستان ولسي او ولس پلوه نظامونو لویه انګریزي امپراتورۍ را څملوله، د روسیې ښکېلاک مغروره قوت یې په ځمکه وواهه.

    روسانو ته هغه مهال (ابر قدرت جهاني) خطاب کېده، آبر قدرت یې ورته ځکه ویل چې د روسانو جنګي تیارو به فضا وپوښله او سیوري به یې په ځمکه راخواره وو؛ او هغه مهال افغانانو په اسمان ستوری نه درلود او په ځمکه یې سیوری نه وو.

    بس لوړ عزم، راسخه عقیده او د خدای تعالی نصرت د افغانانو هغه ځواک وو چې روسان او د هغوی مزدوران له شرمونکي ماتې وروسته تر اوسه خپل ځای ته نه دي راغلي.

    د جنرال دوستم د کور څوکۍ هم یو څو خړپړ ځوانان کوي، د ده په حرام سرای کې ولاړ اسانو ته اوبه او دانه هم ورکوي؛ د دغه چریکې قوماندان وسلوالو ته عفوه وشوه او عزت ورکړل شو، که د طالبانو په ځای دومره زور او قوت دغه قوماندان سره وای څه به یې کړي وای؟ښکاره خبره ده چې موږ به د لیلې دښتې د یوې بلې غمیزې شاهدان وو، څو اسیران به یې په خپلو لاسونو قصابي کړي وای او څو ولچک شوي ځوانان به یې په سره کانتینرونو کې وریت کړي وای.

    تاریخ به له چنګیز خان وروسته د دوستم خان مظالم او شقاوتونه هېر نه کړي، کوم درد چې ده د افغانستان مسلمان ملت ته ده رسولی قلم یې د لیکلو توان نه لري.

    دوستم نه قوم لري او نه نسب، یو ریښې او بې هویته اجورتي قاتل دی؛ نوموړی نه مخترع و نه مکتشف، نه عالم و او نه د کمال خاوند و، یواځې د خارجیانو د ګټو لپاره یې مړي کول زده و.

    د امريکا د لومړي يرغل لومړنی وژل شوی عسکر جاني مايک سپن نومېده، دی لومړنى امريکايي و چې د بلخ په قلعه جنګي کې د لاسي بم بريد په ترڅ کې ووژل شو؛ په ياد يې همدې جنګي کلا کې څلى ودان شو.

    امريکايانو د ازادۍ لپاره د جګړې اتل لقب ورکړ، په څلي يې د لومړي ځل لپاره د دوستم لخوا د ګلونو ګېډۍ کېښودل شوه.

    کله چې لومړنی امریکايي عسکر په افغانستان کې ووژل شو، هغه عسکر ده په ډېر قدر د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ د قلعه جنګي په انګړ کې خښ کړ او هلته یې پرې زیارت جوړ کړ او ګونبزه یې پرې ودروله؛ د قبر په شناختې یې ورته ولیکل: تحفه مردم ولایت فاریاب، اولین عسکر و قربانی ازادی و دموکراسی.

    دوستم یو بې سواده، نالوستی، بې تهذیبه او وحشي انسان دی چې له خون خرابۍ پرته یې په بل کار ورځ نه تېرېدله.

    د وژنو برسېره به یې د خپلو خلکو عزتونه هم لوټل چې په دا اخر عمر کې یې هم د ایشچي غوندې سپین ږیري په عزت صرفه و نه کړه.

    د جبهو لپاره په وطن کې هیڅ خوشبین نشته او خلک خدای جل جلاله د دوی له عذابه داسې خلاص کړل لکه څنګه چې پروردګار جل جلاله بني اسرائیل له فرعونیانو وژغورل او بیا یې بني اسرائیلو ته دا د نجات ورځ د یو نعمت په توګه داسې یاده کړه: وَإِذۡ نَجَّيۡنَٰكُم مِّنۡ ءَالِ فِرۡعَوۡنَ يَسُومُونَكُمۡ سُوٓءَ ٱلۡعَذَابِ يُذَبِّحُونَ أَبۡنَآءَكُمۡ وَيَسۡتَحۡيُونَ نِسَآءَكُمۡۚ وَفِي ذَٰلِكُم بَلَآءࣱ مِّن رَّبِّكُمۡ عَظِيمࣱ. (سورة البقره: ٤٩).ژباړه: هغه ورځ مه هېروﺉ چې فرعونیانو مو له بچیو درته سرونه غوڅول او ستاسې ښځې یې ورسره وینځې وې موږ د دوی له ظلم او وحشت نه تاسو نجات درکړ.

    د افغانستان خلک د چنګیز د ادم کش له نسله خدای تعالی وژغورل، د وطن هره لورکۍ لکه ناهید د دوی د ځناورتوب څخه په امن کې شوه او موږ د خدای تعالی د دې ستر نعمت شاکران یو.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپه بحرانونو کې ډوب اټومي هېواد
    راتلونکي مقاله ایا د کډوالۍ مسئله له افغان کډوالو سره پر ضدیت او غیر انساني اقداماتو حل کېدلای شي؟

    مربوطه لیکنې

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 25 جون 2025

    پاکستاني طالبانو تېرې درې ورځې په ۵۴ بريدونو کې ۹۲ پاکستاني عسکر وژلي او ۷۲ ټپيان کړي

    د پاکستان د طالبانو غورځنګ د رسنيزو ادرسونو د خپرو کړو شمېرو له مخې د…

    مقاومت جبهه؛ روان وضعیت، په وړاندې یې ننګونې، راتلونکې سناریو او حل لاره

    25 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    24 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو تېرې درې ورځې په ۵۴ بريدونو کې ۹۲ پاکستاني عسکر وژلي او ۷۲ ټپيان کړي

    25 جون 2025

    مقاومت جبهه؛ روان وضعیت، په وړاندې یې ننګونې، راتلونکې سناریو او حل لاره

    25 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    24 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،969 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،900 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.