د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې مېشت، د سي آی اې پخوانی جاسوس، د پرځېدلي جمهوریت لومړی مرستیال او د مقاومت جبهې د رهبرۍ غړی امرالله صالح له نږدې څلور کلونو منډو ترړو، زاریو او ګیلو وروسته داسې ښکاري چې د امریکا او غرب له درباره ناهیلی شوی او دا ځل یې یوه بل او خالي درباره ته سترګې نیولې دي. امرالله صالح او نورو همفکرو او هم رکابه کسانو یې نږدې څلور کاله په امریکا او غرب کې له فرانسې نیولې بیا تر اسرائیلو پورې د هر چا دروازې وټکولې ترڅو په افغانستان کې د جګړې د اور بلولو لپاره ډالر ترې واخلي.
دوی هلته پر حکومتونو سربېره، له جرمي شبکو، مافیايي ډلو، استخباراتي ادرسونو او د وسلو جوړولو د کمپنیو له مالکینو او ټولو هغو اړخونو سره ناستې ولاړې وکړې چې دوی فکر کاوه په افغانستان کې به د جګړې د پیل لپاره د دوی لاس نیوی وکړي. پر اکثریت منفي ځوابونو سربېره، ځینو استخباراتي ادرسونو او جرمي شبکو ورسره په مشروطه توګه د مرستې لپاره سر وخوځاوه، خو کله چې دوی د امرالله صالح او د دوی د ډلو او ټپلو کمزوری ظرفیت، وېشلی او پاشلی حالت او همدا راز پراخ خپل منځي اختلاس او فساد ولید، نو له دې کاره په شا شول او ویې نه غوښتل چې په دې ډول خیالي پروژو باندې خپلې پیسې او امکانات ضایع کړي.
دا حالت له نږدې یوه یا یوه نیم کال راهیسې دوام لري، امرالله او د ده نور همفکري او هملاري په دغه موده کې په بشپړه توګه سر بد حاله دي، ځمکه ورته ځای نه ورکوي، نه په افغانستان کې دننه پرې څوک باور کوي او نه هم په بهر کې د دوی جګړې ته خریداران پیدا کېږي؛ له یوې خوا په افغانستان کې دننه عام خلک دغه کسان، د دوی اړوند ادرسونه او د دوی شومې موخې ښې پېژني، نو ځکه په هېڅ صورت ورسره هېڅ ډول همکارۍ ته چمتو نه دي، حتی سخت او شدید مخالفت یې هم کوي.
له بلې بلخوا اوسني حکومت هم په کور دننه د نرمې او د ولس پر غوښتنو ولاړې پالیسۍ له لارې د ولس او خلکو په منځ کې اوږدې ریښې غځولي چې هېڅوک دې ته چمتو نه دي چې دا ريښې پرې کړي، ځکه دوی پوهېږي چې که دا ريښې پرې یا هم کمزورې کړي، نو پر دوی به بیا څه ډول ناتاره حالت راځي. له بلې خوا اوسني حکومت د خپل متوازن بهرني سیاست له برکته په تېرو نږدې څلورو کلونو کې سترې لاسته راوړنې درلودې، تر دې چې د خپل سر دښمن (امریکا) یې د همدې سیاست په پایله کې اړ کړه چې راشي او د یوه سیال حکومت په څېر یې پر ټغر کېني.
د همدې فعاله او متوازن سیاست په پایله کې سرپرست حکومت وکولی شوای چې خپله بهرنۍ ډيپلوماټیکه دستګاه فعاله کړي، په بهر کې لسګونه افغان سفارتونه او ډيپلوماټیکې استازولۍ ورته وسپارل شوې او دا لړۍ نوره هم روانه ده. تر دې چې همدا تېره اونۍ له امریکا څخه په لومړي ځل یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغی او د افغان حکومت له استازو سره یې د یوه سیال حکومت په څېر پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړې او دا لړۍ ښايي نوره هم وغځېږي، ډېر نور غربي هېوادونه هم ښايي د امریکا په څېر ورته اقدام وکړي او په ورو، ورو رسمیت او نورو مهمو مسایلو ته لار هواره کړي.
کله چې امرالله صالح دا حالت ولید، نو شته نهیلي یې لا پسې ډېره شوه او اوس یې تازه هڅې پیل کړي چې له روسیې سره د دوستۍ او یارانې مزي وغځوي. په ټولنیزو رسنیو کې یې په روسي ژبه نشرات پیل کړي او هڅه کوي داسې وښيي چې د افغانستان د او امریکا ترمنځ وروستی ناسته ګواکې د روسیې په زیان ده. امرالله صالح او د ده هملاري به همدا هڅې کوي، خو لکه څرنګه چې له غرب ناهیلي شول، همداسې به د روسیې له خالي درباره هم ناهیلي کېږي، ځکه دوی یو ځل ازمویل شوي او بیا ورسره هېڅوک د ملګرۍ لپاره زړه نه ښه کوي. له بلې خوا روسیه د امرالله صالح، مقاومت جبهې او داعش ډلې له نږدې اړیکو ښه خبره ده، نو دوی به هېڅکله هم له دوی سره مرستې او دوستۍ ته زړه ښه نه کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.