Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له امریکا څخه د معترضو ښځو غوښتنې؛ ایا امریکا ته اولویت لري؟
    لیکني

    له امریکا څخه د معترضو ښځو غوښتنې؛ ایا امریکا ته اولویت لري؟

    صابر افغانصابر افغان29 مارچ 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په نږدې تېرو ورځو کې د افغانو معترضو مېرمنو په نوم ۲۳ ډلو په یوه لیک کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتنه کړې وه، چې د افغانستان لپاره د دې هېواد پخوانی استازی زلمی خلیلزاد محاکمه کړي؛ معترضو ښځو ویلي، چې د خلیلزاد له وجې طالبان واک ته ورسېدل او طالبان زموږ حقونه تر پښو لاندې کوي.

    خو دوی دا له یاده ویستلي دي، چې تل د نړۍوالو قدرتونو عملي سیاستونه له اعلان شویو ارزښتونو سره په ټکر کې وي. سیاستونه د شعارونو تابع نه، بلکې د ګټو تابع وي. قوي هېوادونه اصول اعلانوي، خو ګټې تعقیبوي. د ابر قدرتونو ژمنې د اړتیاوو تر وخته اعتبار لري. د قدرت لوبې د اخلاقو شعارونه تر پښو لاندې کوي. پر نړۍوال سټېج حاکم خلک هغه څه کوي چې ګټور وي، نه هغه چې عادلانه وي.

    امریکا د خپل تاریخ تر ټولو اوږد جنګ، چې شل کاله یې دوام وکړ، د خلیلزاد تر شخصي سیاست څنګه او ولې قرباني کړي، خلیلزاد افغاني الأصله امریکایي دی، هغه د افغانستان یا طالبانو ګټې نشي تعقیبولی، خلیلزاد د قطر په مزاکراتو کې د امریکایانو د لوبې یوه برخه و، نه لوبغاړی؛ هغه صرف د امریکایانو اجنډاوې مخ ته وړلې. نن هم افغانستان ته د هغه راتګ د یوه امریکايي راتګ و، نه د یو افغاني؛ نن د هغه په راتګ کې د امریکا ګټه وه، خو که سبا يې په خلیلزاد پورې تړلې ګټې تحقق ومومي، هغه به هم د یو عادي کس په څېر پر تش میدان پرېږدي.

    پر افغان مېرمنو د افغانستان په داخل کې چا دومره مجبوریت نه دی راوستلی، چې د ټرمپ په شان یو پردي ولسمشر ته د مرستې لاس وغځوي، بلکې دا څو پلورل شوې پروژه يي ښځې دي، چې د څو پيسو په خاطر يې خپل عزت او آبرو شاته پرې ايښي دي.

    امريکايانو تل خپلو ګټو ته کتلي، ښه بېلګه یې د امریکا غږ او آزادي راډیو بندول دي. د امریکا حکومت ته، د امریکا غږ راډیو خبریالانو هم یو شکایت لیک استولی دی، مګر دا یوه ناکامه هڅه ده، ځکه امريکايان خپلو ګټو ته ګوري، تر کومه یې چې یې ګټه ورته لرل کار یې ترې واخیست، مګر نن يې چې ګټې پای ته ورسېدې، آزادي او امریکا غږ رادیوګانې یې بندي کړې او هغه کارکوونکي چې لسیزې، لسیزې یې د امریکا د ګټو په خاطر د خپل هېواد او ژبې پر وړاندي دښمنۍ ته کار ویلی و، د خپل دین، کلتور او تاريخ د مسخه کولو په پار یې شپه او ورځ خولې تویولې، له دندو ګوښه او بې سرنوشته کړل.

    د نوې ستراتېژۍ له مخې امریکا کوښښ کوي سرپرست حکومت ته ځان نږدې کړي، ځکه په دې کې یې ګټه ده، هغوی ته خپلې ګټې دومره مهمې دي، چې پرته له دریم ګړي هېواد مستقیماً له سرپرست حکومت سره خبرو او تعامل ته کېني او د حکومت د لوړ پوړو چارواکو پر سر نغدي جائزې لیرې کوي، هغه سرې کرښې چې امریکایانو د خپل سیاست له مخې رسم کړې وې، پر ټولو یې پښه کېښوده او وړاندې راتېر شول.

    د دې نوي پړاو پرانیسته، د سرپرست حکومت د متوازن سیاست پایله ده چې له ټولو لیرې او نږدې هېوادونو سره نېک تعاملات غواړي او له مخې یې خپله بهرنۍ پالیسي عیار کړې ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپاکستاني امنیتي ادرسونه: له ایران سره په ګډه پوله د بلوڅانو او «را» ناستې پاکستان ته د خطر زنګ دی
    راتلونکي مقاله ستره محکمه: د یوې ځانګړې تګلارې پر بنسټ د کوچني اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو ۵۶۱۵ تنه زندانیان له بنده ازاد او یا تخفیف ورکړل شو

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جون 2025

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه…

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.