Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»له امن سره د سرپرست حکومت د مخالفینو تلپاتې دښمني
    تورې څېرې

    له امن سره د سرپرست حکومت د مخالفینو تلپاتې دښمني

    صابر افغانصابر افغان12 فبروري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د سولې، سوکالۍ او امن دښمنان، د دې هېواد د تاریخ په ټنډه تور داغ، د پردیو هېوادونو لاسپوڅي او هغه چې هېواد يې لسیزې د غم په ټغر کېناوه؛ دا ډله خلک د افغانستان په داخل کې له هېڅ یوه حکومت سره په یوه ټغر نه دي کېناستلي او نه یې هم په هیڅ نوع حکومت خپله رضا څرګنده کړې ده، هغه که شاهي حکومت و، که مجاهدین وو، طالبان وو، جمهوریت، یا هم سرپرست حکومت دی، د دې ټولو پر وړاندې په یوه مشترکه نقطه کې راټولېږي، چې هغه د پر ځان بسيا او پُر امنه هېواد سره تلپاتې دښمني ده.

    افغانستان د پخوانیو سیاسیونو او چارواکو د ازموینو ډګر دی، د دوی ټول تېر وخت د ولس په اذهانو کې ثبت دی؛ د سرپرست حکومت مخالفي ډلې، ټپلې او مخالفین چې له نني امن سره کومه دښمني کوي، دا ننۍ نه ده، بلکې دا د دوی د تورې او بدمرغه سابقې غوښنه برخه جوړوي، دوی هر مهال هېواد پرمختګ ته نه دی پرې ایښی، په هر حالت کې شخصي ګټې ورته مهمې دي او د دوی ګټې له نا امنۍ پرته نه تأمینېږي، همدا جګړه ده چې ځینو خلکو ته کار، پیسې او واک ورکوي. هغه جنګ سالاران چې د نیابتي جګړې له لارې قدرت ته رسېدلي وو، نه غواړي چې سوله راشي، ځکه چې سوله د دوی د ګټو پای ته رسېدل دي.

    د سرپرست حکومت مخالفین د دې باوجود، چې تورې او بدې سابقې لري، د جمهوریت پر مهال یې فساد، تعصب او د قدرت انحصار ته کار ویلی و، د دوی د حاکمیت دوره تر ټولو فاسده دوره وه، چې د افغانستان په نوم راغلیو میلیاردونه ډالرو کې یې اختلاس وکړ. هغه خلک چې نن د عدالت او ټول‌شمولیت تر عنوان لاندې، په هېواد کې نا امنۍ ته لمن وهي، که دوی واقعاً د عدالت او ټول‌شمولیت لپاره کار کاوه، نو د جمهوریت پر مهال به یې دا اصول پلي کړي وو. د دوی د واک پر مهال هېواد د نړۍ په کچه نا امنه، په فساد کې لومړۍ درجه او هېواد په سمتونو، قومونو او شخصي جزیرو وېشل شوی و، بیا هم هماغه خلک تر بېلابیلو عنوانونو لاندې د هېواد شته امن ګواښي.

    ډېر داسې لاملونه شته چې د سرپرست حکومت مخالفین د هغه پر اساس شته امن اخلالوي، خو مهم هغه یې له قدرت څخه د جنګ سالارانو ګوښه کېدل یادولی شو؛ هغه جنګ سالاران چې د جمهوریت پرمهال یې د قدرت واګې په لاس کې وې، د هېواد د ګمرکاتو عواید د سمتونو پر اساس د دوی ترمنځ وېشل کېدل، د وزارتونو په کچه قراردادونه په بډو وهل کېدل، وزیران او والیان د اداري فساد، رشوت او تعصباتو په ډنډ کې تر ستوني غوپه وو، د نړۍوالو مرستو یوه لویه برخه د حکومتي چارواکو، قراردادیانو او شخصي شرکتونو جیب ته تلل.

    د پولیسو او اردو د لوژستیکي وسایلو قاچاق، مهمات، تېل او تجهیزات به غلا کېدل، دولتي او شخصي ځمکې د زورواکانو او جنرالانو له خوا غصب کېدې، جنګ سالارانو شخصي زندانونه درلودل، مخالفین او ملکي وګړي به یې له نیولو وروسته شکنجه کول او حتی ځینې یې بې‌ محکمې وژل. دې ټولو کړنو د جګړې په دوامداره کولو کې په پراخه کچه مرسته کول او د نا امنۍ کچه لوړېدل.

    اوس چې پخواني سیاسیون او چارواکي له هېواد بهر تښتېدلي، نو د نا امنۍ د ترویج بڼه هم بدله شوې ده، دوی اوس د نیابتي ډلو په څېر د هېواد په داخل کې، د څو پیسو په بدل کې ځوانان هڅوي چې د عامو خلکو په منځ کې چاودنې وکړي، که څه هم دغه حربه یې ناکامه ده، خو په عموم کې د دغه ناکامو بریدونو په توسط هڅه کوي عامه اذهان مغشوش او هېواد نا امن وښيي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالههېواد کې په لومړي ځل د سرطاني ناروغيو د درملنې روغتون په کار پيل کوي
    راتلونکي مقاله ایران: له افغانستان سره مو د اوبو ستونزه حل شوې، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ورسره پراخوو

    مربوطه لیکنې

    محمد محقق؛ د پاکستاني ګټو سپین سترګی مبلغ

    9 اپریل 2026

    د وحدت ګوند او مقاومت شوری سیاسي کمېټې مشر، محمد محقق: ګران ورور عاصم منير او ټول پاکستان ته د امريکا او ايران تر منځ د اوربند هڅو د بريا مبارکي وایم

    8 اپریل 2026

    د آی‌ایس‌آی دوه مهرې؛ د مسعود او کوفي د خوږوالي حقیقت

    6 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 10 اپریل 2026

    خواجه اصف د اسرائیل پر ضد شوی پوسټ حذف کړ

    د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف، هغه څرګندونې چې نوموړي د اسرائیل پر ضد کړې…

    امریکا کې د صهیونیست رژیم سفیر: پاکستان منځګړی نه، بلکې خپله یوه ستونزه ده

    10 اپریل 2026

    د ایران مذهبي مشر، مجتبی خامنه‌ای: له هغو تېري کوونکو به خامخا غچ واخلي، چې پر ایران یې بریدونه کړې دي

    10 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خواجه اصف د اسرائیل پر ضد شوی پوسټ حذف کړ

    10 اپریل 2026

    امریکا کې د صهیونیست رژیم سفیر: پاکستان منځګړی نه، بلکې خپله یوه ستونزه ده

    10 اپریل 2026

    د ایران مذهبي مشر، مجتبی خامنه‌ای: له هغو تېري کوونکو به خامخا غچ واخلي، چې پر ایران یې بریدونه کړې دي

    10 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،140 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،169 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.