Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»له بغاوت کوونکو سره د مبارزې لارې چارې
    تورې څېرې

    له بغاوت کوونکو سره د مبارزې لارې چارې

    صابر افغانصابر افغان30 اپریل 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نهمه برخه

    له هغو کسانو سره مرکې چې د باغیانو له خوا، له ځاني، مالي، حیثتي او نورو زیانونو سره مخ شوي دي

    هر انسان په خپله سینه کې د ناویل شویو خبرو یوه پټه خزانه او د ژوند ډيرې پټې پېښې لري چې په خپل زړه کې یې بندې کړې دي، ډیر په سختۍ داسې پيښيږي چې خپله د زړه غوټه نورو ته نه پرانیزي او دغه پېښې له نورو سره شریکې او خپل رازونه ښکاره کړي، تر څو په ویلو یې زړه سپک او ځان لږه آرام کړي.

    د انسان په ژوند کې ډيرې ښې او بدې، خوږې او ترخې حادثې پېښيږي چې ځینې یې په ژوند کې د ژور بدلون او تحول سبب کېږي، ځینې یې د درد او غم لامل ګرځي چې اغېز یې د تل لپاره د انسان په روان کې تکراریږي او یاد یې هره شېبه تازه کېږي.

    کله کله یو انسان په خپله د داسې پېښو لامل کېږي چې په پایله کې یې ورته ناوړه پېښې را منځ ته کېږي او کله، کله د غلطو پرېکړو پایلې زیان ورته رسوي او د تباهۍ کندې ته یې ورټېل وهي.

    خو همېشه داسې نه وي، ځینې وختونه خارجي عوامل د انسان لاس او پښې ور تړي او تر اغېز لاندې یې راځي، بیا نشي کولای له پامه یې وغورځوي یا ځان ترې وژغوري، بلکې دا سخت حالت باید وزغمي، ستونزې وګالي او د وحشت له کوڅو تېر شي.

    کله انسان له داسې حالت سره مخ شي، پرته له دې چې تسلیم شي او یا زغم وکړي بل هیڅ لاره نه ورپاتې کېږي. یواځې الله تعالی ته فریاد کول او د زړه دروند بار په خپل زړه کې ساتل دی چې لږ تر لږه هغه ته یو ډول تسکین او آرام ورکوي او دردونه یې ارامولی شي.

    په ځانګړې توګه په جګړو ځپلو، کړاو لیدلو او اشغال شویو هیوادونو کې دا ډول دردونه او غمونه ډیر پېښیږي، هیچا ته د بل انسان درد او غم نه ښکاري؛ هیڅوک یې پوښتنه نه کوي او نه یې د زړه درد یا رواني کړاو ته ارزښت ورکوي.

    افغانستان هم د همدې ډول ناوړه پېښو او ناخوالو لپاره یوه پراخ بستر دی چې په اوږد مهاله او دوامداره توګه يې د ملت روحیه ماته کړې او له داخلي تخریب سره یې مخ کړي دي.

    همدا باغیان وو چې د افغانانو زړونه یې سخت دردولي، پر بدن یي داسې ټپونه ور جوړ کړي چې په ارامه او خاموشه یې زغمل د چا د وس خبره نه ده.

    دا خلک تر اوسه هم کله چې د باغیانو خبرې اوري او یا یې ویني، دردونه یې تازه کېږي او په تېر کې لیدلي کړاوونه یې وریادیږي.

    هر څومره چې پر دې ډول پروګرامونو کار وشي او له ډيرو خلکو سره مرکې وشي، په هماغه اندازه به خلک او ملت د باغیانو له بدیو او فسادونو څخه خبر شي، په دې به وپوهیږي چې باغیانو د ملت پر اوږو څومره دروند بار اچولی و، څومره یې دردولی او څومره یې زیانمن کړی و.

    یادؤنه: په هندوکش‌ غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌ غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد سوډان د سیاسي شوری رئیس: چټک ملاتړ ملېشې د سولې او امنیت لپاره ګواښ دي؛ له نړیوالې ټولنې غواړو چې دغه ملېشې د ترهګرو په توګه وپېژني
    راتلونکي مقاله ‏د عامې روغتیا وزير مولوي نور جلال جلالي: د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان ته زرګونه میټریک ټنه بې کيفيته او تاريخ تېره توکي راوارد‌ کړي

    مربوطه لیکنې

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.