Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»له بغاوت‌ کوونکو سره د مبارزې لارې چارې
    تورې څېرې

    له بغاوت‌ کوونکو سره د مبارزې لارې چارې

    صابر افغانصابر افغان13 اپریل 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    درېيمه برخه

    د حقايقو څرګندول او د دروغو ادعاوو افشا کول

    په نړۍ کې ډېر بهيرونه په بېلابېلو ډګرونو کې په ښو او بدو فعاليتونو بوخت دي او هر يو د خپلو عینکو له شا، ځان تر ټولو پاک او بې ساری فعال بولي چې د ټولې نړۍ د نيکمرغۍ د تحقق لپاره يې لمن رابډ وهلې او د چيچلو خوندونه يې په ځان منلي دي.

    خو هيڅوک نه وايي چې «زما مستې تروې/تروشې دي» يا د دې کور چت سوری دی او د باران او واورې په وخت کې څڅېږي.

    له همدې امله، کله چې څوک يو بهير ته ننوځي ترڅو هغه په ښه توګه وپېژني او تر تفحص او پلټنې لاندې يې ونيسي، طبعي ده چې بېلابېلو او متنوعو پايلو ته رسېږي چې د سمې پرېکړې لپاره يې لار هواروي او کليدي انتخابونه يې پر مېز باندې ږدي.

    له بغاوت‌کوونکو سره د چلند په مهم بحث کې، له معرفت‌پېژندنې مرحلې او د هويت او ماهيت د ساحې له محدودولو وروسته، کله چې د دقيقو او سنجول شويو هڅو په نتیجه کې مهمې پايلې او موندنې ترلاسه شي؛ اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د لاس‌ته ‌راوړنو او د ترسره شويو څېړنو د لنډيز پر بنسټ، حقايق او دروغ څرګند شي او د ټولو ممکنه وسيلو او طريقو په واسطه خپاره شي، ترڅو ټول د هغوی په حقيقت او موخو باندې خبر شي.

    په دې کې شک نشته چې د بغاوت‌کوونکو ټولې خورې ډلې په هر شکل او هر تشکيل کې په مختلفو نومونو او استعارو سره، د يو شي او واحدو موخو په لټه کې دي او هڅه کوي، خو هر يو له يوې لارې او په يوې طریقې سره ننوځي او اقدام کوي او په خپلو منځونو کې په سبکونو او کړنو کې توپير له يووالي او يوځای‌والي څخه زيات خوښوي.

    ځکه چې هېڅکله د يو بل د زغم او برداشت توان نه لري او د بل تر بيرغ لاندې درېدل نه شي زغملی؛ له همدې امله، په مختلفو نومونو خو په ورته موخو سره، تخريبي بهيرونه پلان کوي او شخصي غوښتنو ته د رسېدو لپاره، د خلکو له سر او مال څخه بې ځايه قرباني اخلي او په دروغو او دوکې سره يو شمېر خلک له ځان شاوخوا ور ټولوي او ژوند يې له خطر سره مخامخ کوي.

    له همدې امله، د هغوی له همدې نادانۍ ډک عمل څخه د ځان په وړاندې د یوې قوي وسلې په توګه کار اخیستل کېدای شي او څرګندېدای شي چې دا کسان د سولې او روغې جوړې او ابادۍ په لټه کې نه دي، بلکې د تاوتريخوالي، نښتې او ورانۍ په لټه کې دي.

    هغه څه چې دوی د یو ښکاره حقیقت په توګه په رسنیو کې په دوامداره توګه تکراروي او د ټولو خبرو او ويناوو محور یې ګرځوي، په حقیقت کې د هماغه زړو دروغو څخه یو دروغ دی چې خلک یې د اوږدې مودې لپاره د هغې له امله سر په لاس کړل او ډوډۍ یې په ډبره بدله کړه او ویره او لړزه یې په خوله کې وڅښله.

    همدارنګه هغه تهمتونه او تورونه چې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه یې په هره برخه کې لګوي او د تسبېحو دانې یې اوږدوي، بې اساسه او بې بنسټه دي او دغه ډول بې ځایه خبرې د افغانستان د پوهو خلکو د سترګو په وړاندې نور په هیڅ هم نه ارزي او داسې لکه د غڼې کمزورې ځاله، چې د حقیقت د باد په لګېدو سره په یوه لحظه کې محوه کېږي او نړېږي.

    نو له بغاوت‌کوونکو سره د مقابلې يوه لار او طريقه په هر ځای او هر وخت کې د هغوی د خبرو څارنه او له واقعیت سره یې پرتله کول، سنجول، د حقایقو څرګندول او د هغو دروغو افشاء کول دي چې په بې شرمۍ یې په عام محضر کې د رسنیو له دریچې خلکو ته وړاندې کوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهسوریې له شل کلن ځنډ وروسته له جنوبي کوریا سره د ډيپلوماټیکو اړیکو د بیا ټینګېدو هوکړه کړې
    راتلونکي مقاله پاکستاني طالبانو د قومي مشرانو په ضمانت څلور پاکستاني پولیس او پوځیان خوشې کړل

    مربوطه لیکنې

    شخصي تقدس‌ پالنه او که د ملي حافظې تحریف؛ د خلکو په وړاندې د امرالله صالح چل او دروغ

    1 جون 2025

    د یوه متنازع شخصیت د میراث ارزونه؛‌ احمدشاه مسعود د ملت، تاریخ او استخباراتي لوبو په هینداره کې

    31 مې 2025

    په سیمه ییزو مسایلو کې د مخالفو ډلو بې ثباته او نا څرګند دریځونه

    29 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 1 جون 2025

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې ځواکونو په یو لړ بریدونو کې لسګونه بورکینیایي پوځیان وژلي

    د القاعدې اسلامي غورځنګ پوځي څانګې «جماعة نصرة الإسلام والمسلمین»، بورکینیافاسو کې پر پوځ او…

    بلوڅ بېلتون‌پالو په دوه جلا بریدونو کې پنځه پاکستاني پوځیان او استخباراتي کارکوونکي وژلي

    1 جون 2025

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    1 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې ځواکونو په یو لړ بریدونو کې لسګونه بورکینیایي پوځیان وژلي

    1 جون 2025

    بلوڅ بېلتون‌پالو په دوه جلا بریدونو کې پنځه پاکستاني پوځیان او استخباراتي کارکوونکي وژلي

    1 جون 2025

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    1 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،941 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.