په پاکستان کې د بلوچستان ایالت بلوچ قوم له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو لهخوا د بشري حقونو د سرغړونو او ظلمونو سره مخ دی. د پاکستان د رامنځته کېدو له تاريخ بيا تر نن ورځې پوري د ياد هيواد پوځ او استخباراتي ادارو له مظلوم بلوچ قوم سره ظالمانه چلند کړی او د هغوی حقوق يې پايمال کړي، دلته د هغو زورونو او د حقونو د نقض ځینې مهمې بېلګې وړاندې کوو.
جبري تري تم کېدل او وژنې:
د راپورونو لهمخې، په زرګونو بلوچان د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارو لهخوا نیول شوي او بې درکه شوي دي، چې اکثريت يې له لسګونو کلونو راهیسې ورک دي او کورنۍ يې له برخليک ناخبره ساتل شوي، د بشري حقونو فعالان ادعا کوي چې ډېری نیول شوي کسان شکنجه شوي او ځینې یې وژل شوي دي، د ورک شويو د کورنيو غړو په کراتو کراتو سوليز حرکتونه، پرلتونه او ان تر اسلام اباد پوري پلي مزلونه کړي خو د سپينږيرو او ښځينه بلوچ انصاف غوښتونکو غږ چا نه دی اورېدلی.
بلوچستان چې د طبیعي زېرمو لکه ګاز او نورو معدنیاتو له پلوه بډایه سیمه ده، او د هند له بحر سره د اوږدۀ ساحل لهمخې ستراتيژيک اهميت لري خو ځایي خلک یې له اقتصادي ګټو بې برخې پاتې شوي دي، د پاکستان حکومت د دې زېرمو څخه عاید ترلاسه کوي، خو په بلوچستان ایالت کې د پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره هیڅ هڅې نه دي ترسره شوي، د بلوچستان له ډيره بګټي سيمې څخه د ۱۵۰۰ کيلو متره فاصلې په اندازه پنجاب ته د ګازو نل غزول شوی، د پنجاب د ټولو ولسواليو خلګ د ګازو له سهولت څخه برخمن دي، خو په بلوچستان ایالت کې د مرکز کوټې ښار علاوه په هيڅ سیمه کي ګاز نشته.
تعلیمي محرومیت:
د پاکستان حکومت په بلوچستان کې د تعلیمي اسانتیاوو په برابرولو کې پاتې راغلی دی. ځایي مشران ادعا کوي چې حکومت قصداً د بلوچانو د تعلیمي پرمختګ مخه نیسي، څو هغوی په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې شاته پاتې شي، خو د پنجاب هره ولسوالۍ پوهنتونونه او اعلی کالجونو لري.
پوځي عملیات او تاوتریخوالی:
د بلوچ ازادۍ غوښتونکو ډلو د فعالیتونو په ځواب کې، پاکستاني پوځ پراخ عملیات ترسره کړي چې په نتيجه کې يې زرګونه ملکي وګړي هم زیانمن شوي دي او سلګونه زره خلک ايران، عمان او نورو هيوادونو ته مهاجر شوي، د بشري حقونو دعوه دارانو هم دا عملیات غندلي او ویلي یې دي چې ياد عمليات د ملکي خلکو ژوند ګواښي او د هغوی حقونه تر پښو لاندې کوي.
سیاسي بې برخيتوب:
بلوچان په سیاسي پرېکړو کې په کافي اندازه ونډه نه لري، او د هغوی غوښتنې او ستونزې په ملي کچه نه اورېدل کېږي. دا سیاسي بې برخيتوب د هغوی د حقونو د لا زیات نقض کېدو لامل ګرځېدلی دی.
بلوچ ازادي غوښتونکي:
په بلوچستان کې د بېلتون غوښتونکو تحریک د پاکستان له جوړېدو يو کال وروسته ۱۹۴۸ کال په مارچ میاشت کې پیل شو. دا تحریک په هغه وخت کې رامنځته شو کله چې د پاکستان حکومت د بلوچستان خپلواکه خانیت (د خان آف قلات) په رسمي ډول پاکستان ته ورګډ کړ. خان آف قلات، احمد یار خان، په پیل کې د پاکستان سره د یوځای کېدو مخالف و، خو د فشارونو له امله یې تړون لاسلیک کړ.
دا تحریک د بلوچستان په قلات سیمه کې پیل شو، چې هغه مهال بلوچستان یو خپلواک ریاست و. د خان آف قلات د ورور، شهزاده عبد الکریم، په مشرۍ کې لومړنۍ مقاومتي هڅې وشوې؛ نوموړي د قلات د خپلواکۍ غوښتنه وکړه او په کلات غره کې یې وسلوال مقاومت پیل کړ.
په ۱۹۵۸ کال کې د جنرال ایوب خان د حکومت په وخت کې د نواب نوروز خان بغاوت وشو، چې د پاکستان پوځ لخوا په زور وځپل شو، ۱۹۷۳ کال د وزیراعظم ذوالفقار علي بهټو د وخت د اساسي قانون وروسته، د بلوچستان د خلکو غوښتنې و نه منل شوې. د دې پر وړاندې نوې بغاوت پیل شو، چې تر ۱۹۷۷ پورې دوام وکړ.
معاصر تحریک:
په ۲۰۰۴ کال کې، د نواب اکبر بګټي چې د بلوچستان مخکينی وزير اعلی ؤ د هغه په مشرۍ کې بیا وسلوال تحریک پیل شو. نوموړی د ۲۰۰۶ کال په پوځي عملیاتو کې ووژل شو، چې له هغې وروسته تحریک لا زیات زور واخیست.
بېلتون غوښتونکي د بلوچستان لپاره خپلواکي، د طبیعي زېرمو د ګټو واکمنۍ، او د پاکستان له سیاسي او اقتصادي استحصال څخه خلاصون غواړي.
اوسنی وضعیت:
په معاصر وخت کې، بېلتون غوښتونکي تحریکونه د بلوڅ ازادي غوښتونکو ډلو لکه “بلوچ لبریشن آرمي” (BLA) او نورو ډلو لخوا پر مخ وړل کېږي. دا ډلې په پاکستان کې د بلوڅانو د حقونو د تأمین لپاره وسلوالې هڅې کوي. د دې تحریک مرکزونه اوس هم د بلوچستان غرنۍ سیمې دي، په ځانګړي ډول د اواران، مکران، ګوادر، تربت کوهلو، مستونګ، او د کاهان سیمې.
په دې وروستیو کې د بلوچستان بېلتون غوښتونکو ډلو خپل فعالیتونه زیات کړي او په پاکستاني امنیتي ځواکونو او حکومتي تأسیساتو یې ډيری بریدونه ترسره کړي چې پوځ او امنيتي ځواکونو ته يې په زياته اندازه ځاني او مالي زيانونه اړولي؛ د ولس همکاري يې خپله کړې، د پاکستان د پوځ له تسلط څخه يې د بلوچستان ډيری سيمې ازادې کړي، پر پوځ يې د لويو لارو اکمالات قطع کړي او په سياسي لحاظ په ښه وضعيت کې قرار لري.
د پاکستان د پوځ د ظلمونو په خلاف ولسي شعور پياوړی شوی، او دا ورته ثابته شوې چي يوځ د غربي هيوادونو د اوجرتي قاتلانو دنده په غاړه اخستې.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.